د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان به د "راتلونکې کال تر اپرېله" کورونا ضد واکسین واخلي


د کورونا وایرس واکسین
د کورونا وایرس واکسین

د پاکستان چارواکي هيله لري چې د راتلونکې کال یعنې ۲۰۲۱ز تر لومړيوو دريوو مياشتو وروسته به د کووېډ-۱۹ واکسين ورورسېږي.

د صحت سیکریټري نوشين حامد وايي‌ تر هغې چې واکسين پاکستان ته رسېږي بايد خلک د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره له لازمو تدابیرو مخ وانړوي. نوموړې د دیسمبر په ۷مه مشال راډيو ته وويل چې د څو نړيوالو واکسين جوړونکو کمپنيانو سره یې خبرې روانې دي او ښايي‌د واکیسينو سودا ورسره په يوه اونۍ کې پوره کړي.

واکسین به خلکو ته وړيا وي خو لومړيتوب مو روغتيايي کارکوونکي او د ډير عمر والا خلک دي
نوشين حامد

هغې زیاته کړه: ((موږ د پينځو يا شپږو دوا جوړوونکو کمپنيانو سره خبرې کړې وې. غواړو د دوه یا دريوو سره د کووېډ-۱۹ واکسينو اخیستو سودا پخه کړو چې په يوه هفته کې به وشي. يو نيم سل ميليونه ډالر مو ورته بېل کړي او له ورلډ بینک او نورو څخه نور فنډ ورته برابروو. توقع کوو چې د راتلونکې کال په اپریل کې به دا واکسین راشي. خو خلکو ته واضحه کړو چې موږ به لومړی روغتيايي‌کارکوونکي او بيا د ډير عمر خلک واکسينوو نو ټولو وګړو ته د واکسينو رسېدل به يو کال نيسي.))

د نوشين حامد په خبره دا واکسين به پاکستاني وګړو ته په وړيا ډول ورکوي خو دا چې ټولو خلکو ته به له اوس څخه يو کال يا يو نيم کال وروسته رسيږي نو ځکه بايد خلک د کورونا وایرس په وړاندې احتياطی تدابير کم نه کړي. په دې تدابیرو کې د خولې او پوزې پټول، لاسونه او بدن پاک ساتل او د ګڼې ګوڼې نه جوړول شامل دي.

په امریکې، جرمني، چين، روس او هند کې دوا جوړړونکو کمپنيوو د دې ناروغۍ واکسينو جوړولو اعلانونه کړي دي. په دوی کې امريکايي کمپنۍ فایزر او د جرمني بايواېنټيک د نومبر په اتلسمه وويل چې د د دوی جوړ کړي واکسین ۹۵ فیصده اغېزناک ثابت شوي دي.

برتانيا د نړۍ هغه لومړی هېواد دی چې د فایزر واکسينو د لګولو اجازه یې ورکړې ده. د روغتيا نړيوالې ادارې د دې واکسينو د جوړېدو هرکلی کړی خو لا یې هم په رسمي ډول د کارولو اجازه نه ده ورکړې.

ډاکټران د واکسينو په اړه څه وايي؟

د دې ادارې د بيړنيوو پروګرامونو د څانګې مشر، ډاکټر مايکل راين د دیسمبر په شپږمه په ان لاين غونډه کې خبريالانو ته وويل چې ملکونو بايد خپل ولس ته بې لارې کوونکې هيلې ورنه کړي ځکه چې ټولو خلکو ته واکیسينو رسېدو ته لا ډير وخت پاتې دی.

هغه وايي: ((واکسين د کورونا وایرس څخه د بچ کېدو لپاره د روغتيايي‌ پلان يوه ښه برخه ده خو د کورونا وایرس پېښې صفر ته نه شي راټيټولی. بيا درته وايم چې واکسين يوه ډيره لويه لاسته راوړنه ده خو په یوازې ځان مو له دې وبا نه شي ساتلی. نو ځکه بايد خلک پر موجوده لارښونو عمل کول پرينږدي. دا بايد په نظر کې وساتئ چې واکسين به راتلونکې کال کې راځي او هر څوک به ورته ژر لاسرسی ونه لري.))

اول خو ناممکنه ده چې واکسین جوړونکې کمپنۍ به دومره ژر ټولې دنيا ته واکسین ورسولی شي خو که دا کار وشي نو بيا هم بايد په ياد ولرو چې له کورونا څخه د ځان ساتلو تدابیر تر واکسينو ډير ښه دي
ډاکټر شيرين

په پاکستان کې د کورونا وایرس لومړۍ څپه له فرورۍ څخه تر سپتمبره وه خو له نومبر میاشتې راهیسې بيا د کورونا مریضانو شمېر لوړ شوی دی.

په دې اړه شمېرې خپروونکې حکومتي ویب پاڼې تر مخه د دیسمبر تر ۷مې پورې په کورونا د اخته کسانو شمېر څلور لکه، شل زره، دوه سوه څلور نوي ته رسېدلی دی. ۸۳۹۸ تر مړه شوي خو درې لکه شپږ پنځوس زره، پينځه سوه دوه څلویښت ترې رغېدلي دي.

په کوټه کې د کورونا وایرس مریضانو سره کار کوونکي ډاکټر، شيرين خان د دیسمبر په ۷مه مشال راډيو ته وويل چې خلکو د واکسينو اوریدلي دي‌نو اوس له دې وايرسه ډير نه ويريږي چې په وينا یې غلط کار دی.

((واکسين به دومره ژر پاکستان ته رانه شي.‌که راځي هم نو خلک بايد په پام کې ولري چې تر واکسينو دا بهتره ده چې ځان له کورونا وایرسه وساتئ. له يوه بله ليري پاتې شئ، لاسونه پاک وساتئ او ماسک واغوندئ.))

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر مياشت کې د چين له ووهان ښاره راپېدا شو چې وروسته په ټوله نړۍکې خپور شو. د دې وبا په اړه شمېرې ساتونکي، امريکايي جان هاپکینز پوهنتون تر مخه د دیسمبر تر اوومې پورې په ټوله نړۍ کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر له ۶۷ ميليونو اوښتی. له يو نيم ميليون څخه زیات خلک یې مړه کړي او څه د پاسه ۴۳ ميليونه ترې جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG