د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د کورونا ضد واکسین اخیستو لپاره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو بېلولو منظوري وړکړی


چارواکي وايي، واکسین به لومړی روغتیايي کارکوونکو او پاخه عمر لرونکو کسانو ته ورکوي- ارشیف انځور.
چارواکي وايي، واکسین به لومړی روغتیايي کارکوونکو او پاخه عمر لرونکو کسانو ته ورکوي- ارشیف انځور.

د پاکستان وفاقي کابینې د کورونا وایرس ناروغۍ واکسینو اخیستو لپاره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو بېلولو منظوري ورکړې.

د روغتیايي چارو لپاره د وزیراعظم ځانګړي سلاکار فیصل سلطان او د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر شبلي فراز د دېسمبر پر دویمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې حکومت له یو شمېر شرکتونو سره د سودا په اړه لومړنۍ خبرې کړې دي.

فیصل سلطان زیاته کړه چې واکسین به لومړی روغتیايي کارکوونکو او پاخه عمر لرونکو کسانو ته ورکوي.

د پاکستان چارواکو د واکسینو اخیستو لپاره د پیسو بېلولو اعلان پر داسې مهال کړی چې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.

د کووېډ-۱۹ په اړه حکومتي ووبپاڼې نن ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کورونا وایرس ۲،۰۷۹ تازه پېښې ثبت شوي.

په همدې موده کې ناروغۍ ۷۵ کسان وژلي دي.

حکومتي ووبپاڼه وايي چې په پاکستان کې د کورونا وایرس ټولو پېښو شمېر ۴۰۳،۳۱۱ ته رسېدلی چې ورڅخه ۳۴۵،۳۶۵ کسان رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ګڼو اروپايي هېوادونو او دغه راز امریکا کې به ژر میلیونونو خلکو ته د کورونا وایرس ضد واکسین ولګېږي.

د فایزر او بایو اېن ټېک کمپنیو واکسین به د روانې اوونۍ په پای کې په برتانیا او بله اوونۍ په امریکا کې ګڼو خلکو ته پېچکاري شي.

امریکا، جرمني او برتانیا به لومړني هېوادونه وي چې په راتلونکو ورځو کې به خپلو خلکو ته د کورونا وایرس پر ضد عمومي واکسین پیل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG