د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د اتو ولایتونو لپاره مرستیال والیانې وګومارل شوې


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د اتو ولایتونو لپاره ښځینه مرستیال والیانې ټاکلې دي.

د دې ادارې مشر شمیم خان کټوازي د یادو ټاکنو په اړه وايي: "له نېکه مرغه وتوانېدو چې تر ۱۵ ولایتونو پورې چې اووه ولایتونو کې موږ مخکې ښځینه مرستیال والیانې درلودې او اته مرستیالانې دوه ورځې مخکې په دنده وګمارل شوې. یو هدف دا دی، خویندې چې په ولایتونو کې ډېر سمبولیک لري له هغه‌یې اصلي رول ته راولو او په رهبري کې ځای ورکړو."

د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د اعلامیې له مخې بیاني سليمي د کاپيسا، برېښنا شيرزۍ د کونړ، هوسۍ اندړ د غزني، برېښنا صافۍ د لغمان، مريم رحماني د زابل، زاهده فيضان د نورستان، روح ګل خيرزاد د نیمروز او زرغونه شېرزاد د بادغيس ولايت ټولنیزې مرستیالانې ټاکل شوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG