د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان له چمنه تر سپین بولدکه رېل پټلۍجوړوي


آرشیف
آرشیف

د پاکستان حکومت غواړي چې له چمن څخه تر سپین بولدکه رېل پټلۍوغځوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې دا د سوداګریزو مالونو د لېږد لپاره مهم ګام یاد کړ.

د پاکستان د رېل لارو وزیر شیخ رشید احمد د اتوار ورځ خبریالانو ته ویلي، چې په لومړي پړاو کې به پاکستان له چمن څخه تر سپین بولدکه ۱۱ کیلومتره پټلۍ وغځوي.

افغان چارواکي وایي، د دې پروژې سروې بشپړه شوې او اوس یې د عملي کار د پیلېدو هڅه کېږي.

د پاکستان نه افغانستان ته د رېل پټلۍ د غځولو خبره داسې مهال کېږي، چې ترکمنستان خپله رېل لار د افغانستان تر اقینې بندر پورې رسولې او ازبکستان له مزارشریف ښار سره په ریل وصل شوی دی.

ټاکل شوې چېپه لنډه موده کې به د ایران رېل لار هم د هرات تر هوايي ډګره پورې ورسېږي.

تېره اوونۍ له ایران څخه لومړنی رېل ګاډی، چې ۴۰۰ ټنه سمینټ پکې بار وو، هرات ولایت ته راغی.

پاکستان په ۲۰۰۴ م کال هم ویلي و چې تر کندهار ښار پورې به رېل لار وغځوي.

دغه هېواد دغه شان ویلي و چې له پېښور تر جلال اباد پورې به هم رېل لار جوړه کړي.

افغان چارواکي وايي، که چیرې سوله او امنیت ټینګ شي افغانستان به د رېل لارو په وسیله جنوبي او منځنۍ اسیا سره ونښلول شي.

دغه شان ایران به هم له منځنۍ اسیا او چین سره وصل کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG