د لاسرسي ځای

تازه خبر

په رومانیا کې د دسمبر پر شپږمه پارلماني انتخابات کېږي 


د رومانیا نزدې ۱۹ میلیونه رایې ورکوونکي به د سینیټ ۱۳۶ او د استازو جرګې ۳۲۹ غړي انتخابوي.
د رومانیا نزدې ۱۹ میلیونه رایې ورکوونکي به د سینیټ ۱۳۶ او د استازو جرګې ۳۲۹ غړي انتخابوي.

په رومانیا کې د ډسمبر پر شپږمه پار لېماني انتخابات کېږي او لویدیځ پلوه واکمن نېشنل لیبرل ګوند ډاډمن دی چې په دې کې به بریالی شي.

دا په داسې حال کې ده چې له کورونا وبا سره په غیرمتوازنه توګه د مبارزې له کبله د کیڼ اړخي

مخالیفینو په وړاندې د یاد ګوند په ولسي ملاتړ کې کمی راغلی دی. دا انتخابات د دې هېواد د راتلونکي لپاره ډیر مهم ګڼل کېږي.

د نېشنل لیبرل ګوند اقلیتي حکومت له هغه وروسته جوړ شو چې تیر کال د درغلیو د تورونو مخې ته راتللو او په لویه کچه د عوامي احتجاجونو په نتیجه کې د سوشل ډیموکرېټیک پارټۍ حکومت ختم شو.

په ورستیو نظرپوښتنو کې نېنشل لیبرل ګوند څه د پاسه ۲۸ فیصده او سوشل ډیموکرېټیک شاوخوا ۲۳ فیصده رایې اخیستې دي.

د رومانیا نزدې ۱۹ میلیونه رایې ورکوونکي به د سینیټ ۱۳۶ او د استازو جرګې ۳۲۹ غړي انتخابوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG