د لاسرسي ځای

تازه خبر

راولپنډۍ: رکشه کې چاودنه، یو مړ، اووه ژوبل


د ډېسېمبر پر څلورمه په راولپنډۍ کې په یوه چاودنه کې یو کس وژل شوی او اووه نور ژوبل شوي دي.


چارواکي وايي، چاودنه د پیرودايي د بسونو د اډې سره نږدې په یوه رکشه کې شوې ده. پولیسو د وژل شوي او ژوبل شویو کسانو نومونه رسنیو ته نه دي ښکاره کړي، تر اوسه د چاودنې د نوعیت په اړه هم څه نه دي ویل شوي. خو پولیس وايي، پلټنې یې روانې دي.

د راولپنډۍ د پولیسو مشر احسن یونس رسنیو سره د خبرو پر مهال وویل، هغوی شک لري چې دا به د ترهګرۍ پېښه وه خو تر بشپړو پلټنو وړاندې څه نه شي ویلی.


په پېښه کې ژوبل شوي تنان د راولپنډۍ «هولي فیمیلي» روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي. تر دې ګړۍ د برید ذمه واري چا نه ده قبوله کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG