د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن او سپین بولدک ترمنځ د ریل پټلۍ غځوو: شېخ رشید



شېخ رشید احمد دا خبره دا خبره د ډېسېمبر پر څلورمه د چمن ښار د دورې پر مهال کړې ده.
شېخ رشید احمد دا خبره دا خبره د ډېسېمبر پر څلورمه د چمن ښار د دورې پر مهال کړې ده.

د پاکستان د اورګاډو وفاقي وزیر وايي، د چمن او سپین بولدک ترمنځ د اورګاډي د پټلۍ د غځولو لپاره به سروې زر پیل شي.


شېخ رشید احمد دا خبره دا خبره د ډېسېمبر پر څلورمه د چمن ښار د دورې پر مهال کړې ده. نوموړي هلته خبریالانو ته وویل، د چمن او سپین بولدک ترمنځ واټن د پنځو کیلومیټرو دی او هغوی پلان لري چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارت د ودې په خاطر نوي سهولتونه رامنځ ته کړي.

نوموړي وړاندې وویل، د چمن او سپین بولدک ترمنځ د پټلۍ د لارې له غځېدو وروسته که د افغانستان خوښه وه نو هغوی په پام کې لري چې د اورګاډي دا لاره تر کندهاره پورې وغځوي.

د بلوچستان صوبې تجارانو د اورګاډو د وزیر شېخ رشید احمد د دې اعلان هرکلی کړی دی. د کوټې د سوداګرو د ټولنې مرستیال مشر بدرالدین کاکړ د ډېسېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل، دا ډول اقدامات د تجارت د ودې ترڅنګ د دواړو خواوو د خلکو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو لامل هم ګرځي. نوموړي وویل، په نړۍ کې د مالونو د لېږدولو لپاره تر ټولو ارزانه لار د اورګاډو ده نو د دې نوې لارې تر رغېدو وروسته به د کراچۍ له بندره تر سپین بولدکه د افغان او پاکستاني تجارانو مالونه په اسانه او ارزانه لېږدول کېږي.

د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د افغانستان د کندهار ولایت په سپین بولدک ښار کې د تجارت یوه لویه منډيي ده چېرته چې بهرني سامانونه د خرڅلاو لپاره اېښودل کېږي. د نورو لارو ترڅنګ د پاکستان د کراچۍ د بندر له لارې هم افغان سوداګر دغه توکي له بهرنیو هیوادونو څخه واردوي.

دم ګړۍ ته افغانستان د پاکستان د اورګاډو د وزیر شېخ رشید د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې افغان چارواکو او سوداګرو د دواړو هیوادونو ترمنځ د تجارتي اړیکو د بحالېدو هرکلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG