د لاسرسي ځای

تازه خبر

دیني عالمان د کورونا مخنیوي کې کومک ته سلا شوي: عارف علوي


د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي
د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوي

د پاکستان ولسمشر عارف علوي ویلي د هېواد دیني عالمان د کورونا وایرس د زیاتېدونکو پېښو مخنیوي لپاره د احتیاطي لارښوونو پر عملي کولو سلا شوي دي.


نوموړي د ډېسېمبر پر درېیمه، په اسلام اباد کې د دیني عالمانو یوه غونډه جوړه کړې وه چې پکې یې له هغوی وغوښتل چې د جوماتونو له لارې ولس ته د احتیاط سپارښتنه وکړي او د کووېډ-۱۹ په اړه ورته خبرداری ورکړي.

د پاکستان حکومت د کورونا وایرس وبا د دویمې څپې مخنیوي لپاره تعلیمي ادارې تړلې دي او پر خلکو یې له کوره بهر د ماسک یا تمبوزک وهلو غږ کړی دی.

علوي زیاته کړه چې دیني عالمانو په اپرېل کې د جوماتونو لپاره پر اعلان شویو ځانګړو سپارښتنو د بیا عمل کولو ډاډ ورکړی. هغه مهال حکومت دیني عالمانو او د جوماتونو امامانو ته امر کړی وو چې په جوماتونو کې دې د خلکو د ګڼې ګوڼې مخه ونیسي، د ماشومانو او تر ۵۰ کلونو زیات عمر لرونکي خلک دې جومات ته نه ځي او د لمانځه پر وخت دې خلک له یو بله دوه میټره فاصله وساتي.

د کووېډ-۱۹ ناروغۍ په اړه حکومتي ووبپاڼې نن ( د ډېسېمبر پر څلورمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کورونا وایرس ۳،۲۶۲ پېښې ثبت شوې دي. د ووبپاڼې په وینا، له دې سره تر اوسه په هېواد کې د کووېډ-۱۹ ناروغانو ټول رسمي شمېر ۴۱۰،۰۷۲ ته رسېدلی چې ورڅخه یې ۸،۲۶۰ مړه شوي خو ۳۵۰،۳۰۵ رغېدلي هم دي.

XS
SM
MD
LG