د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا په پاکستان کې په ۵ ورځو کې ۱۰ ډاکټران مړه کړي


يو ډاکټر مریض ګوري
يو ډاکټر مریض ګوري

پاکستان مېډيکل اېسوسي اېشن يا (پي ايم اې) په خپل يو راپور کې ويلي چې د نومبر له ۲۷مې څخه تر د دیسمبر دويمې نيټې پورې د ملک په مختلفو ښارونو کې ۱۰ ډاکټران له کورونا وايرسه مړه شوي دي. د راپور ترمخه تر ټولو ډير، ۶ ډاکټران د نومبر په ۲۹مه په کراچۍ، لاهور او ملتان کې مړه شوي.

په راپور کې زیاته شوي چې تر ټولو ډير، ۶ ډاکټران د نومبر په ۲۹مه په کراچۍ، لاهور او ملتان کې مړه شوي.

د پي ايم اې راپور ترمخه تر ټولو خونړۍ مياشت د نومبر وه چې کورونا وایرس پکې ۱۸ ډاکټران ووژل. په دې سره تر اوسه پورې له کورونا څخه په پاکستان کې د ټولو مړو شوو ډاکټرانو شمير ۳۰۸ ته ورسيده.

د ذکر ده چې د روان کال په اکتوبر مياشت کې په پاکستان کې ډاکټرانو ويره څرګنده کړې وه چې که حکومت د کورونا وبا د دوېمې څپې مخنيوي لپاره کوټلي ګامونه پورته نکړل نو دا څپه به د لومړۍ هغې په نسبت زياته خطرناکه وي.

د پيښور د ليډي ريډنګ هسپتال وياند محمد عاصم د دیسمبر پر ۳ مه مشال راډيو ته وويل د دويمې څپې پرمهال په ياد هسپتال کې له ۵۰ زيات ډاکټران او د طبي عملې نور غړي په کورونا وايرس اخته شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې د نومبر له ۱۲ مې څخه يو وارې بيا هره ورځ له ۲۰۰۰ څخه زيات د کورونا وايرس مثبت کيسونه مخې ته راروان دي. که څه هم په اکتوبر مياشت کې په پاکستان کې د کورونا فعاله کېسونو شمير له ۹۰۰۰ څخه کم وو خو اوس دغه شمير شاوخوا ۵۲،۰۰۰ ته رسيدلی دی.

د کراچۍ د جناح هسپتال ډاکټر عمر سلطان د نومبر پر ۳۰ مه مشال راډيو ته ويلي وو چې په ياد ښار کې حالات د خرابۍ طرف ته روان دي، په ټولو سرکاري هسپتالونو کې کټونه ډک شوي دي او شخصي هسپتالونو کې هم ناروغانو ته تر دوه یا درې ورځو انتظار وروسته کټ رسېږي.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو خپرونکې حکومتي ويبپاڼې له مخې تر ۳ دیسمبر پورې په پاکستان کې د کورونا ناروغانو شميره نيږدې څلور لکه او اوه زرو ته رسيدلې ده خو ۳۴۷۰۰۰ پورې کسان تر رغيدلي هم دي.

د سرکاري شميرو ترمخه د دیسمبر له دویمې څخه تر درېيمې نيټې ېاني په يوه ورځ کې د کورونا وايرس ۳۵۰۰ پورې نوې پېښې ثبت شوي او ۳۹ کسان ترې مړه شوي چې ورسره پاکستان کې د مړو مجموعي شميره ۸۲۲۵ شوه.

اسلام اباد د پيمز هسپتال ډاکټر اسفنديار خان نن د زيارت په ورځ مشال راډيو ته وويل يو خوا ورسره د کورونا په وارډ کې ډير په کم شمير کې کټونه خالي پاتې دي نو بلې خوا ته هره ورځ ډاکټران هم د کورونا لوجې متاثره کيږي. د هغه په وينا د کورونا د دويمې څپې دوران په پمز هسپتال کې ۲۰۰ پورې ډاکټران په کورونا وايرس اخته شوي او د مارچ نه تر ډيسمبر میاشتې پورې څلور ډاکټران ترې مړه شوي هم دي.

نوموړې وايي حکومت احتياطي لارښوونې جاري کړي خو په عملي کولو کې یې پاتې راغلی او ولس هم کورونا جدي نه نيسي چې لوجې یې ټول بوج په هسپتالونو پريوځي.

خو چارواکي بيا وايي د کورونا وايرس دويمې څپې مخنيوي لپاره احتياطي لارښونې په جاري کولو سره د اکتوبر له ۲۸ مې څخه يې په ټول ملک کې ماسکونه اچول يو ځل بيا لازمي وګرځول.

په اسلام اباد کې د صحت وزارت وياند ساجد حسېن دې وروستيو کې مشال راډيو ته ويلي ول چېهره ورځ يې ټيمونه په نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سينټر (اېن سي او سي) کې ناست وي او صوبو سره د سلا مشورې وروسته فيصلې کوي.

د نوموړي وينا وه په کومو سيمو کې چې د ناروغانو شميره زياتيږي نو هغلته سمارټ لاک ډاون لګوي. په کومو مارکيټونو، د ودونو هالونو او يا داسې نور د رش والا ځايونو کې که په احتياطي تدابيرو عمل نه کيږي نو هغه هم بندوي، او د نومبر ۲۶ مې تر ډيسمبر ۲۴ مې نيټې پورې يې په ملک کې ټولې تعليمي ادارې هم بندې کړې دي.

د يادونې ده چې په پاکستان کې د کورونا وايرس لومړی کېس د روان کال د فرورۍ پر ۲۶ مه په کراچۍ کې مخې ته راغلی وو او د مارچ په ۱۸ مه ترې لومړی تن د مردان په منګا کلي کې مړ شوی وو.

XS
SM
MD
LG