د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد له ترکي چارواکو سره د سولې پر بهیر غږېږي


د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد. ارشیف-انځور
د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد. ارشیف-انځور

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له ترکي چارواکو سره د سولې پر بهیر خبرې کوي.

نوموړي د ډېسېمبر پر دریمه پر ټوېټر لیکلي چې د سیمې د سفر په لومړي پړاو کې انقرې ته ځي او تر هغې وروسته به په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له پلاویو سره په ملاقات کې وګوري چې امریکا د سولې خبرو د طرزالعمل په لړ کې د وروستي پرمختګ پر اساس څنګه مرسته کولای شي چې د یوې سیاسي طرحې او تلپاتې اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي.

افغان حکومت او طالبانو د ډېسېمبر پر دویمه د سولې د خبرو پر کړنلار د توافق اعلان وکړ.

دواړو خواوو د سېپټېمبر له ۱۲مې راهیسې پر دې موضوع بحث ته دوام ورکړی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG