د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولس دې زما حکومت کې تر ۱۰۰ ورځو ماسکونه وکاروي:بایډن


بایډن وویل، د دندې د پیل پر لومړۍ ورځ به له ولسه وغواړي چې "د تل لپاره نه، خو یوازې د ۱۰۰ ورځو لپاره دې تمبوزک ووهي."
بایډن وویل، د دندې د پیل پر لومړۍ ورځ به له ولسه وغواړي چې "د تل لپاره نه، خو یوازې د ۱۰۰ ورځو لپاره دې تمبوزک ووهي."

د امریکا منتخب ولسمشر جوزف بایډن ویلي، له امریکایانو غواړي چې د ده د واکمنۍ په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې دې ماسک وکاروي.

دا خبره نوموړي د ‌ډېسېمبر پر درېیمه له سي اېن اېن ټېلېوېژن سره په مرکه کې پر داسې مهال کړې چې د بایډن اداره په جنورۍ کې د واک اخیستو تیاری کوي او په امریکا کې وبايي حالت لا په خرابېدو دی.

منتخبه مرستیاله ولسمشره کاملا هیرېس هم بېګا له بایډن سره ناسته وه چې دا د نومبر پر درېیمه له ولسمشریزو انتخاباتو راهیسې د دواړو لومړۍ ګډه مرکه وه.

بایډن وویل، د دندې د پیل پر لومړۍ ورځ به له ولسه وغواړي چې "د تل لپاره نه، خو یوازې د ۱۰۰ ورځو لپاره دې تمبوزک ووهي."

ده وویل، په پراخ کچ د ماسک کارول به د کورونا وایرس په پېښو کې د"پام وړ کموالي" سبب شي.

بایډن د انتخاباتي کیمپېن پر مهال هم په بیا بیا پر خلکو د تمبوزک وهلو غږ کړی. خو ده ومنله چې ولسمشر ښايي د ټول هېواد پر کچ د ماسک لازمي کولو قانوني واک و نه لري.

بایډن په مرکه کې وویل چې په هغو برخو کې چې واک لري، لکه په وفاقي ودانیو او د الوتکو او بسونو په ګډون د ایالتونو ترمنځ په ټرانسپورټ کې، به د فرمان له لارې ماسک کارول لازمي کوي.

د امریکا روغتیايي چارواکي وايي، ماسک لرونکي کسان تر یوه بریده له وایرسه محفوظ پاتې کېږي او تمبوزک له وایرس لرونکو څخه روغو کسانو ته د وایرس انتقال په مخنیوي کې هم مرسته کوي.

په امریکا کې الوتکو، هوايي ډګرونو او د ولسي ټرانسپورټ زیاتره ادارو وار له مخه د ماسک استعمال لازمي بللی.

د دې ترڅنګ د هېواد ۳۷ ایالتونو او پلازمېنې واشنګټن ډي سي هم د تمبوزک وهلو امر کړی.

XS
SM
MD
LG