د لاسرسي ځای

تازه خبر

امريکا کې په يوه ورځ ۲،۷۳۳ کسان له کورونا مړه شوي


کورونا وایرس وهلی ناروغ کس تر درملنې لاندې دی.ارشیف-انځور
کورونا وایرس وهلی ناروغ کس تر درملنې لاندې دی.ارشیف-انځور

په امریکا کې له یو لکو څخه ډېر کسان د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله په روغتونونو کې دي.

په امريکا کې د ډېسېمبر پر دویمه د کورونا وايرس د اندیښنې وړ ريکارډ کېسونه مخې ته راغلي چې د راتلونکو سختو اونیو څرګندونه کوي.

دغلته له یو لکو څخه ډېر کسان د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له کبله په روغتونونو کې بستر دي.

د کورونا وايرس پرمخ زياتيدونکې کېسونه په ټول هیواد کې په روغتونونه او د روغتیا پاملرنې پر کارکونکي فشار نور زيات کړي.

د ورکړل شوو معلوماتو ترمخه په بې ساري ډول د کورونا وايرس له کبله ۲،۷۳۳ کسان په يوه ورځ کې مړه شوي او نېږدې دوه لکه په دې رنځ اخته شوي.

د ناروغیو کنټرول او مخنیوي د مرکزونو مشر رابرټ ریډفیلډ د ډېسېمبر پر دویمه وړاندوینه وکړه چې راتلونکې ورځې به لا نورې سختې وي.

د ده په خبره دیسمبر، جنوري او فروري به سختې میاشتې وي او باور لري چې د ملت د عامې روغتیا په تاریخ کې تر ټولو سخت وخت وي. د روغتیا چارواکي خبرداری ورکوي چې د کرسمس او نوي کال رخصتیو کې به د کورونا وايرس کېسونه لا نور زيات شي.

دا په داسې حال کې ده چې د دیسمبر پر درېیمه د نړۍ نېږدي ۱۰۰ مشران او د حکومت لسګونه وزیران د ملګرو ملتونو ځانګړې عمومي غونډه کې د ویډیو له لارې د کورونا وايرس وبا پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې وکړي.

برتانیا د کووېډ-۱۹واکسینو لګولو منظوري ورکړه

دا واکسین جرمن مېشتي دواساز شرکت بایو اېن ټېک او په امریکا کې فایزر کمپنۍ په ګډه جوړ کړي.

دې دوا جوړوونکو په نیو یارک او د جرمني په ماینڅ ښار کې د واکسینو د منظورۍ اعلان پر وخت وویل، د راتلونکې اوونۍ له پیل څخه به برتانیا ته واکسین استول پیل کړي.

د برتانیې وزیراعظم بورېس جانسن دا عادي ژوند ته د ستنېدو پر لوري لومړی او "ډېر ښه" ګام بللی دی.
د برتانیې وزیراعظم بورېس جانسن دا عادي ژوند ته د ستنېدو پر لوري لومړی او "ډېر ښه" ګام بللی دی.

د برتانیې حکومت د دیسمبر پر دویمه په بیان کې ویلي،"نن یې د فایزر او بایو اېن ټېک د کووېډ-۱۹ واکسینو کارولو منظورۍ لپاره د دواګانو او روغتیايي شیانو د نظم ادارې سپارښتنه منلې ده." د برتانیې وزیراعظم بوریس جانسن دا عادي ژوند ته د ستنېدو پر لوري لومړی او "ډېر ښه" ګام بللی دی.

د دوا جوړولو دواړو شرکتونو هم د پرېکړې هرکلی کړی چې ورسره به برتانیا ته تر اروپايي ټولنې او امریکا مخکې د واکسینو کارولو موقع په لاس ورشي.

د فایزر شرکت مشر البرټ بورلا په بیان کې د برتانیا اقدام تاریخي وباله.

په داسې حال کې چې د کورونا وایرس جهاني وبا تر اوسه په نړۍ کې شاوخوا ۱۵ لاکه کسان وژلي او نړیوال اقتصاد یې زښت ځپلی، داسې فکر کېږي چې واکسین تر یوه بریده عادي حالاتو ته د ستنېدو لپاره تر ټولو ښه امکانات برابرولای شي.

دا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر مياشت کې د چين له اوهان ښاره راپېدا او بیا دنړۍ په ډ‌ېرو هېوادونو کې خپور شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG