د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا ۳۹ نور کسان وژلي


ډاکټران وايي، د کورونا وبا دويمه څپه راغلې او د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
ډاکټران وايي، د کورونا وبا دويمه څپه راغلې او د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د پاکستان د روغتيا څانګې وېبپاڼې تر مخه کورونا وايرس په ۲۴ ساعتونو کې تر دوو زرو زيات کسان وهلي چې دا ډول په دې هېواد کې د کورونا وړجنو ټول شمېر تر څلور لکه ۶ زره زیات اوښتی دی.

د ډېسېمبر تر درېیمې نېټې پورې له دې وايرسه په پاکستان کې ۸،۲۰۵ کسان مړه شوي خو تر درې لکه ۴۰ زره زيات کسان بیرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

په پاکستان کې چارواکي او ډاکټران وايي، د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

په دې دوران کې د پېښور او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر نورو ښارونو کې سلګونه ډاکټران او روغتياپالان هم پر کورونا وايرس اخته شوي دي.

حکومت د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر په ځېنو سيمو کې نرم ټولبند (سمارټ لاکډوان) هم لګولی دی.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم عمران د نومبر پر ۲۵مه په لاهور کې د يوې وينا پر مهال ويلي چې ولس دې له احتياطي تدابيرو کار واخلي خو د ده په وينا دا ځل به کاروبارونه، کارخانې او له روزګار سره تړلي شيان نه بندېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG