د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا د کووېډ-۱۹واکسینو لګولو منظوري ورکړه


 د برتانیې وزیراعظم بورېس جانسن دا عادي ژوند ته د ستنېدو پر لوري لومړی او "ډېر ښه" ګام بللی دی.
 د برتانیې وزیراعظم بورېس جانسن دا عادي ژوند ته د ستنېدو پر لوري لومړی او "ډېر ښه" ګام بللی دی.

دا واکسین جرمن مېشتي دواساز شرکت بایو اېن ټېک او په امریکا کې فایزر کمپنۍ په ګډه جوړ کړي.

دې دوا جوړوونکو په نیو یارک او د جرمني په ماینڅ ښار کې د واکسینو د منظورۍ اعلان پر وخت وویل، د راتلونکې اوونۍ له پیل څخه به برتانیا ته واکسین استول پیل کړي.

د برتانیې حکومت د ډېسېمبر پر دویمه په بیان کې ویلي،"نن یې د فایزر او بایو اېن ټېک د کووېډ-۱۹ واکسینو کارولو منظورۍ لپاره د دواګانو او روغتیايي شیانو د نظم ادارې سپارښتنه منلې ده."

د برتانیې وزیراعظم بورېس جانسن دا عادي ژوند ته د ستنېدو پر لوري لومړی او "ډېر ښه" ګام بللی دی.

د دوا جوړولو دواړو شرکتونو هم د پرېکړې هرکلی کړی چې ورسره به برتانیا ته تر اروپايي ټولنې او امریکا مخکې د واکسینو کارولو موقع په لاس ورشي.

د فایزر شرکت مشر البرټ بورلا په بیان کې د برتانیا اقدام تاریخي وباله.

په داسې حال کې چې د کورونا وایرس جهاني وبا تر اوسه په نړۍ کې شاوخوا ۱۵ لاکه کسان وژلي او نړیوال اقتصاد یې زښت ځپلی، داسې فکر کېږي چې واکسین تر یوه بریده عادي حالاتو ته د ستنېدو لپاره تر ټولو ښه امکانات برابرولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG