د لاسرسي ځای

تازه خبر

د چمن تجارتي دروازې پېښه کې د تورنو عسکرو خلاف مقدمه درج


د چمن - بولدک تجارتي دروازه
د چمن - بولدک تجارتي دروازه

په چمن کې سرکاري چارواکي وايي، د تجارتي دروازې په پېښه کې د تورنو هغو سرحدي عسکرو پرضد یې مقدمه کښلې ده چې د اتوار پر ورځ (۲۹نومبر) یې له وړو سوداګرو سره د تاوتریخوالي پرمهال یې له ډزو ۱۲ کلن ماشوم سمیع الله او ۱۴ کلن مطیع الله وژل شوي ول او شپږ نور سخت ژوبل دي.

د چمن تحصیلدار عبدالرزاق ترین دا مقدمه د بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میر ضیاء لانګو په امر درج کړې ده. بلخوا د چمن ډپټي کشمنر جاوید منګل په امر نن سرحدي عسکر له ښاره وتلي دي او د امنیتي چارو سمبالښت یې لېویز سرتېرو ته سپارلی دی.

په چمن کې پرون د ګل په ورځ حالات ترینګلي ول او د ډزو غږونه اورېدل کېدل، بلخوا په کوټه کې هم پښتون ژغورنه غورځنګ بېګا شپه لاریون وکړ او د بلوچستان اسمبلي مخې ته پرلت وواهه. د دوی غوښتنه وه چې د چمن تجارتي دروازې په پېښه کې تورن عسکر دې ونیول شي او پرضد دې یې قانوني کارروايي وشي.

د مشال راډیو خبریال وايي، وروسته د بلوچستان حکومت استازیو په باور پرلت ختم شو چې د دوی غوښتنې یې ومنلې.

د چمن-بولدک تجارتي دروازې پېښه

د نومبر پر ۲۹مه، د چمن – بولدک پر تجارتي دروازه له سوداګرو سره د امنیتي ځواکونو په ډزو کې دوه هلکان وژل شوي ول او ځینې کسان ژوبل ول.

د یکشنبې مازیګر هغه وخت حالات ترینګلي شول کله چې له افغانستان سره پر پوله د اېف سي عسکرو او سوداګرو ترمنځ تاوتریخوالي جوړ شو چې ورسره سم پر یوه بل د کاڼو او مرمیو ګوزارونه وشول چې پکې د چارواکو په وینا ۹ کسان ژوبل شول.

د پېښې له ځایه ژوبل کسان د چمن سرکاري روغتون ته یووړل شول چېرته چې درې تنه ټپیان د مرهم پټۍ وروسته کورونو ته ولېږل شول خو شپږ سخت ژوبل یې د کوټې لوی سرکاري روغتون ته ولېږدول.

وروسته په ژوبلو کې دوه سخت ټپیان هلکان ۱۲ کلن ثناء الله ۱۴ کلن مطیع الله د کوټې په روغتون کې ساه ورکړه خو څلور نور لا تر درملنې لاندې ډي.

پردې پېښه د چمن د وړو سوداګرو سخت غبرګون ښودلی او په دوشنبه هم ټوله ورځ د سرحدي عسکرو او لغړیانو ترمنځ وړې وړې نښتې روانې وې.

له مشال راډیو سره په خبرو کې ځینو سوداګرو وویل، چې له دوی سره ډېر سخت ظلم شوی دی.دوی پر ټولو سیاسي ګوندونو ږغ وکړ چې د دوی مرسته دې وکړي.

د اتوار ورځې د پېښې په اړه د پولې سوداګرو په چمن پرېس کلب کې خبري غونډې ته په خبرو کې دعوه کړې چې اېف سي ځواک ورباندې ډزې کړې دي.

اختر محمد، جان محمد او زین الله تور ولګوو چې اېف سي ځواک پر پوله سامانونه راوړونکي کسان درولي او دغو کسانو چې د راتلو هڅه کړې بيا نښته شوې او اېف سي ځواک پر دوی نېغې ډزې کړي دي. اېف سي ځواک لا څه نه دي ویلي.

د چمن یوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې نن هم د سرحدي عسکرو او وړو سوداګرو (لغړیانو) ترمنځ خال خال نښتې روانې وې خو زیاتوي چې د چمن – بولدک دروازه د معمول ترمخه خلاصه ده او دوه اړخيزه تجارت پرې روان دی.

د چارواکي په وینا چې نښته د یکشنبې /اتوار ورځ له هغه ورسته پیل شوه کله چې یوه وړوکي سوداګر دافغانستان له لوري د موټر یوه پرزه په لاس کې راخېستې او و پاکستان ته داخل شوی وو نو سرحدي عسکرو هغه کس راوګرځولی او هغه ته یې ویل چې دغه پرزه په لاس کې نه شې وړی. له دې وروسته تاوتریخوالی زیات شو.

له پېښې وروسته سرحدي عسکرو له افغانستان سره پر پوله او چمن ښار کي د امینت ټینګولو لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړي ول.

یاده دې وي چې د نومبر پر ۲۶ نیټه د بلوچستان حکومت له لوري د سرحدي شار چمن د هغه کسانو په خپلو خپلوانو کي ۷۹ لاکه روپۍ وېشلې وې چې د روان کال د جولای میاشتې پر ۳۰مه په چمن کې د پاکستان او افغانستان پر پوله له سرحدي عسکرو سره په یوه نښته کې وژل شوي یا هم ټپیان شوي ول.

د پاکستانیو سرحدي عسکرو د ډزو په هغه پېښه کې د کابل حکومت د ۱۵ افغانانو د وژل کېدو ادعا هم کړې وه. خو د پولې دې غاړې په چمن کې د یوې مېرمنې په ګډون ۵ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ژوبل شوي ول.

XS
SM
MD
LG