د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ایران اټومي ساینسپوه محسن فخريزاده مړی خاورو ته وسپارل شو


د محسن فخري زاده جنازه
د محسن فخري زاده جنازه

د ایران یو مشر اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده جنازه نن په تهران کې خاورو ته وسپارل شوه.

د تهران دفاع وزرات کې نن تر سره شوي دغه اخري مراسم په سرکاري ټیلي ويژن وښوول شو چې پکې د فخریزاده تابوت له پوځي اعزاز سره راوړل شو، په میدان کې په یوه چوتره کېښودل شو او خلکو په دغه موقع د قران پاک تلاوت او نورې دعاګانې کولې.

د دفاع وزیر امیر حاتمي پشمول یو شمېر چارواکو په دې رسوماتو کې برخه واخیسته چې پکې خلکو د کورونا مخنیوي لپاره ماسکونه وهلي ول او له یوه بله لیرې ناست ول.

فخریزاده د نومبر په ۲۷ مه د تهران په مضافاتو کې یو پوځي ډول څو کې ووژل شو چې پکې د رپورټونو ترمخه اول د ټرک بم یوه چاودنه وشوه او بیا وسله والو پر نوموړي ډزې وکړې.

که څه هم ایران په دې برید اسرایل تورنوي خو اسرایلو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هیواد به یې د فخري زاده غچ واخلي خو په خپل وخت او بیړه نه لري چې په کومه لومه کې ونښلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG