د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي کې هدفي برید څلور قبایلي مشران وژلي


په شمالي وزیرستان کې پولیس او ځاي مشران وايي، د نومبر پر ۳۰مه ناڅرګندو وسله والو څلور قبایلي مشران وژلي او د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

دا پېښه د میرلي تحصیل په خیسور سیمه کې شوې.

دغه قبایلي مشران په یوه ګاډي کې روان ول چې له یوه بل موټره وسله والو کسانو ورباندې ډزې وکړې.

په شمالي وزیرستان کې د پولیسو ضلعي مشر شفیع الله ګنډه پور له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی د پېښې پلټنې پیل کړې.

تر اوسه هېچا د برید ذمه واري نه ده منلې.

په پېښه کې وژل شوي مشران ملک نور رحمان، ملک عمر، ملک میر سعدي او ملک رضا نومېږي. دوی ټول د میرلي ښارګوټي د خیسور سیمې دي.

له ۲۰۱۹ز کال راهیسې په وزیرستانونو کې هدفي بریدونو بیا زور اخیستی دی.

د سیمې خلکو بیا بیا احتجاجونه کړي او له حکومته یې د امنیت ټینګولو غوښتنې کړي دي.

بلخوا ځايي امنیتي چارواکي وايي، د سیمې د امنیت لپاره یې کوټلي اقدامات کړي دي.

په وزیرستانونو کې په ۲۰۱۴ز کال پاکستانیو ځواکونو پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې په نتیجه کې یې د دې سیمې د کلیو ا بانډو په لکونه وګړي بې کوره او کډوال شول.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې دوی سیمه له طالبانو پاکه کړې ده خو د هدفي بریدونو وروستیو زیاتېدونکو پېښو په ولس کې بیا د وسله والو ورستنېدو اندېښنې ټوکولې دي.

XS
SM
MD
LG