د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ فولادو کارخانې ګوښه شویو کارګرانو پرلت وهلی


د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د حکومت دا ګام غندلی او وايي، دا د مزدورانو معاشي وژنه ده. (انځورـ ۲۰۱۶ز کال)
د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د حکومت دا ګام غندلی او وايي، دا د مزدورانو معاشي وژنه ده. (انځورـ ۲۰۱۶ز کال)

د پاکستان د فولادو کارخانې - سټیل مېلز - ګوښه شوي کارکوونکي په کراچۍ کې په پرلت ناست دي.

احتجاج کوونکو د نومبر پر ۲۸مه یوه لویه لار نېشنل های وې تړلې وه. پرلتوال وايي، د نوکریو تر بحالۍ به احتجاج جاري ساتي.

د سټيل مېلې د ملازمينو اتحاديې مشر محمد عاصم احتجاج ته وویل چې د دې اقدام ضد عدالت ته ځي.

د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د حکومت دا ګام غندلی او وايي، دا د مزدورانو معاشي وژنه ده.

خو وفاقي حکومت دريځ لري چې دا فېصله يې قامي ګټو ته په کتو کړې او ایستل شویو ۴،۵۰۰ ملازمینو ته به پیسې ورکوي.

حکومت وايي، دې کارخانې له کلونو راهیسې تاوان کاوه نو ځکه یې له شخصي کولو پرته بله چاره نه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG