د لاسرسي ځای

تازه خبر

د انجمن تاجران بلوچستان جنرل سېکرېټري الله داد ترین هدفي برید کې ووژل شو


حاجي الله داد ترین
حاجي الله داد ترین

د بلوچستان په پښین کې نامعلومو وسله والو د انجمن تاجران صوبايي جنرل سيکرېټري حاجي الله داد ترين وژلی دی.

ليويز چارواکيو مشال راډیو ته ويلي، الله داد ترين د دوشنبې ورځې په ماښام (پرون) په کلي لوی عليزي کې هغه مهال ووژل شو کله چې نوموړی د ماښام لمانځه وروسته له جماعته راووت. د دوی په وينا، تر ډزو وروسته مشکوکه قاتلان په موټرسايکل وتښتېدل. د نوموړي مړی د پوسټ مارټم لپاره د کوټې لوی سرکاري روغتون ته وړل شوی وو چې د ډاکټرانو په وینا د هغه پر بدن، سینه، سر او د بدن پر نورو برخو پنځه مرمۍ لګېدلې دي.

الله داد ترين د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ غړی وو چې د وژنې پرضد يې نن دې ګوند او انجمن تاجران په کوټه او پښين کې هړتال اعلان کړی دی. په دواړو ښارونو کې زياتره دکانونو بند دي خو تعلیمي ادارې او سرکاري دفترونه خلاص دي. پښتونخوا lملي عوامي ګوند او تاجرانو له حکومته د قاتلانو د نيولو غوښتنه کړې. بلوچستان حکومت هم د هغه وژنه غندلې او د قاتلانو د نيولو غوښتنه یې کړې ده.

د بلوچستان سوداګرو اتحادیې جنرل سېکرېټري الله داد ترین مړی د کوټې لوی سرکاري روغتون ته د پوسټ مارټم لپاره وړل شوی. ۲۰۲۰، ۱۰ نومبر
د بلوچستان سوداګرو اتحادیې جنرل سېکرېټري الله داد ترین مړی د کوټې لوی سرکاري روغتون ته د پوسټ مارټم لپاره وړل شوی. ۲۰۲۰، ۱۰ نومبر

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پښین یوه کارکن له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې الله داد ترین له هېچا سره هېڅ ډول دښمني او بدي نه درلوده، د ده په وینا چې ډېر خاموشه انسان وو. د پښین سوداګرو ټولنې صدر ملک بهادر ترین له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د بلوچستان له حکومته او کور کمانډر څخه یې مطالبه ده چې د حاجي الله داد ترین قاتلان دې زغرده ونیسي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د الله داد ترین وژنه یو هدفي برید بللی دی. په بلوچستان اسمبلۍ کې د یې د ګوند غړي نصرالله زېري له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې حاجي الله داد ترین یې د پارټۍ ډېر فعاله غړی او د انجمن تاجران مرکزي رهنماء وو. هغه یو ډېر شفیق انسان وو او د دې ښار او د انجمن تاجران لپاره یې ډېر قدر وو. هغه په تېرو ۲۵ کلنو کې یوازې د ولس خدمت کړی دی. د هغه په وژنه ټول ولس دردېدلی دی. دوی یې ژر تر ژره د قاتلانو د نیولو غوښتنه کوي.

پر پېښه بلوچستان حکومت هم خواشیني څرګنده کړې. په کوټه کې د حکومت بلوچستان ویاند لیاقت شاهواني په خپل یوه بیان کې ویلي چې د حاجي الله داد ترین قاتلان به ډېر ژر ونیسي.

د پښین ډپټي کمشنر قایم لاشاري مشال راډيو ته وویل چې د حاجي الله داد ترین د وژني په اړه به د هغه د کورنۍ له لوري نن پولیس مقدمه درجوي - خو د ده په وینا چې دم ګړۍ یې د هغه د وژنې په تور هېڅوک نه دی نیولی.

د حاجي الله داد ترین مړی په خپل پلرني ټاټوبي د پښین په لوی عليزي کې خارو ته وسپارل شو.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG