د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې ولسي ټاکنې


د هند تر واک لاندې کشمیر کې سرتېري پر سړکونو ولاړ دي ـ د ارشیف انځور.
د هند تر واک لاندې کشمیر کې سرتېري پر سړکونو ولاړ دي ـ د ارشیف انځور.

د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د نومبر پر ۲۸مه د سختې امنیتې څارنې لاندې ولسي انتخابات کېږي.

دا د هند د وزیراعظم نریندرا مودي د هندو ملتپاله حکومت لخوا د سیمې د نیمه خود مختاره ځانګړي اییني حیثیت بدلولو وروسته هلته لومړي انتخابات دي.

د هند حکومت د دغه ګام په غبرګون کې د پیدا شوې ناکرارۍ خلاف سخت عملیات وکړل چې هلته یې ګرځبندیز و لګولو او رابطې یې پرې کړې.

د ووټونو پر مهال د امنیت لپاره په دغه سیمه کې په زرګونو اضافي سرتېري ګمارل شوي دي. هلته وار له مخه د امنیت د ساتلو په موخه په ګڼ شمېر کې پوځیان موجود دي.

بیلتون پالو په ورستیو کې له انتخاباتو نه د بایکاټ اعلان کړی و او دا یې غیرقانوني بللي وو.

دوی پر کشمیر د هند خودمختاري چیلنجوي. الیکشن کمېشنر کی کی شرما پر ځايي ولس د رایو اچولو غږ کړی او ویلي یې دي چې د جمهوریت په یوه لویه پروسه کې دې برخه واخلي.

د ضلعي ترقیاتي کونسلو د ۲۸۰ څوکیو لپاره په اتو پړاوونو مشتمل انتخابات به د ډېسېمبر پر ۱۹مه پای ته رسېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG