د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې کورونا ۴۵ نور کسان وژلي


ډاکټران وايي، د کورونا وبا دويمه څپه راغلې او د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.
ډاکټران وايي، د کورونا وبا دويمه څپه راغلې او د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د کورونا دوهمې څپې په پاکستان کې هم زیات شمېر ناروغه کړي او هره ورځ لسګونه کسان یې له وجې ژوند بایلي او زرګونه نور پر دې ناروغۍ اخته کېږي.

د پاکستان د روغتيا څانګې وېبپاڼې تر مخه کورونا وايرس د نومبر د ۲۶مې او ۲۷مې ترمنځ په ۲۴ ساعتونو کې تر درو زرو زيات کسان وهلي چې دا ډول په دې هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو ټول شمېر تر درې لکه ۹۲ زره اوښتی دی.

د نومبر تر ۲۸مې له دې وايرسه په پاکستان کې ۷،۹۴۲ کسان مړه شوي خو تر درې لکه ۵۵ زره زيات کسان بیرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

په پاکستان کې چارواکي او ډاکټران وايي، د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

په دې دوران کې د پېښور او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر نورو ښارونو کې سلګونه ډاکټران او روغتياپالان هم پر کورونا وايرس اخته شوي دي.

حکومت د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر په ځېنو سيمو کې سمارټ لاکډوان يا نرم ټولبند هم لګولی دی.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم عمران د نومبر پر ۲۵مه په لاهور کې د يوې وينا پر مهال ويلي چې ولس دې له احتياطي تدابيرو کار واخلي خو د ده په وينا دا ځل به کاروبارونه، کارخانې او له روزګار سره تړلي شيان نه بندېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG