د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران وايي د محسن فخريزاده په وژلو کې اسراییل لاس لري


د ایران اټومي ساینسپوه محسن فخريزاده
د ایران اټومي ساینسپوه محسن فخريزاده

د ایران د تر ټولو مهم اټومي ساینسپوه محسن فخريزاده وژنې، له امریکا او د هغه له نېږدې اتحادي اسرایل سره، د ایران د اړیکو د خرابېدو خطر رامنځ ته کړی دی.

محسن فخريزاده د نومبر پر ۲۷مه د ایران پلازمېنې تهران ته نېږدې په یو غلچکي برید کې وژل شوی دی.

د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي پر محسن فخري زاده د برید په تړاو دولتي ټلوېزیون ایریب ته د نومبر د ۲۷مې په ماښام وویل: "کوم راپورونه چې د پېښې له سیمې لرو دا ښکاروي چې لومړی د هغه په موټر ډزې شوي او لس پنځلس ثانیې وروسته یو نیسان موټر چې په کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو چاودنه کوي. فخري زاده په دې پېښه کې ټپي کېږي چې د همدغو ټپونو په خاطر یي وروسته ساه ورکړه."

ایران د هغه تر وژل کېدو وروسته سمدستي تور پورې کړ چې دا د اسراییلو کار دی او د هغوی په وینا د پېښې تر شا امریکا هم نېغ په نېغه یا په غیر مستقیم ډول رول لرلو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر ټوېټر لیکلي چې د ده په خبرو "ترهګرو د ایران یو مخکښ ساینس پوه وواژه. اروپايي ټولنه دې د ترهګرۍ دا عمل وغندي."


اسرایل او امریکا دواړو په دې اړه له څه تبصرې ډډه کړې ده.

د ایران لوی روحاني مشر ایت الله علي خامنايي پوځي سلاکار هوډ ښودلی چې د محسن فخريزاده وژنونکو ته به د تندر په څېر ګزار ورکوي.

لویدیځو استخباراتي شبکو محسن فخري زاده د ایران د اټمي پروګرامونو متفکر مغز باله او دا باور لري چې هغه د اټمي پروګرام په نوم اټمي وسلې جوړولې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG