د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپینې ماڼۍ پرېښودو ته تیاریم که الیکټورل کالج د بایډن بریا تصدیق وکړي: ټرمپ


په امریکا کې الېکټورل کالج چې د انتخاباتو د ګټونکي اعلان کوي، د ډېسېمبر پر ۱۴مه، د جوبایډن د بریا اعلان لپاره غونډه لري.
په امریکا کې الېکټورل کالج چې د انتخاباتو د ګټونکي اعلان کوي، د ډېسېمبر پر ۱۴مه، د جوبایډن د بریا اعلان لپاره غونډه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د انتخاباتو د نتایجو په اړه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي خو وايي، که د ملک الیکټورل کالج د منتخب ولسمشر جوبایډن د ګټلو تصدیق وکړي نو هغه تیار دی چې سپینه ماڼۍ پرېږدي.

تر دې وړاندې په کانګرس کې د رېپبلېکن ګوند لوړ رتبه غړو او د سپینې ماڼۍ مسوولینو ویلي وو، که الیکټورل کالج د نتایجو تصدیق وکړ نو ټرمپ به د جنورۍ پر ۲۰مه سپینه ماڼۍ پرېږدي، خو دا لومړی ځل دی چې ټرمپ پخپله دا خبره کوي.

په امریکا کې الېکټورل کالج چې د انتخاباتو د ګټونکي اعلان کوي، د ډېسېمبر پر ۱۴مه، د جوبایډن د بریا اعلان لپاره غونډه لري.

د امریکا په اوسنیو ولسمشریزو ټولټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ۲۳۲ او جوبایډن ۳۰۶ انتخاباتې حلقې یا الیکټورل کالج ګټلې دي.

ټرمپ که څه هم تر اوسه په انتخاباتو کې خپله ماتې نه ده منلې خو د هغه انتظامیې د نومبر پر ۲۳مه، په رسمي ډول د واک لېږدولو منظوري ورکړه چې تر مخې به یې بایډن ته لاره هواره شي چې استخباراتي اورېدنې وکړي، فنډونو او دفترونو او فیدرالي چارواکو سره لیدوته لاس رسی پیدا کړي.

XS
SM
MD
LG