په امریکا کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس له وجې تر ۲،۴۰۰ زیات کسان مړه شوي دي.
دا په تېرو شپږو میاشتو کې د دغه وایرس له کبله په یوه ورځ کې تر ټولو زیاته د مړو شمېره ده.
د نومبر پر ۲۶مه په امریکا کې د شکرانې ورځ هم ولمانځل شوه، په دغه ورځ امریکایان له خپلو کورنیو او ملګرو سره یو ځای کېږي او په ګډه ډوډۍ خوري.
د نومبر پر ۲۵مه په امریکا کې د کورونا وایرس له وجې ۲،۴۳۹ کسان مړه شوي چې له دغې سره د مړو شمېره ۲۶۲،۰۸۰ ته رسېدلې ده، دا په نړۍ کې په یو هېواد کې د کورونا ناروغۍ څخه د مړو تر ټولو زیاته شمېره ده.
د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا کې د کورونا وایرس دوه لکه ۹۰ کېسونه رجسټر شوي دي.
بلخوا په ټوله نړۍ کې د نومبر پر ۲۷ مه د کورونا وایرس د ناروغانو شمېره له ۶۰ میلیونو نه اوښتې ده، او په تېرو نهو میاشتو کې د دغه وایرس له وجې په ټوله نړۍ کې ۱.۴ میلیونه کسان مړه شوي دي.
د کورونا وایرس لومړۍ پېښې د ۲۰۱۹ز کال په ډېسېمبر کې د چین په ووهان کې اعلان شوې چې د څو میاشتو په موده کې ناروغي د نړۍ تر شاوخوا هرې سیمې ورسېده.
په مارچ کې د روغتیا نړیوال سازمان د وایرس خپرېدو ته په کتو جهاني وبايي حالت اعلان کړ.