د لاسرسي ځای

تازه خبر

قریشي د اسلامي هېوادونو سازمان غونډې ګډون لپاره نیجر ته رسېدلی


د پاکستان حکومت وايي، قریشي به په غونډه کې د کشمیر پر موضوع غږېږي - د ارشیف انځور.
د پاکستان حکومت وايي، قریشي به په غونډه کې د کشمیر پر موضوع غږېږي - د ارشیف انځور.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اسلامي هېوادونو د سازمان په غونډه کې د ګډون لپاره نیجر ته رسېدلی دی.

د سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو ۴۷ مه غونډه د نومبر پر ۲۷مه پیلېږي.

په دې غونډه کې د سازمان د ۵۷ غړو هېوادونو استازي برخه اخلي.

د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر ۲۶مه په بیان کې ویلي چې قریشي به په کنفرانس کې د هند او پاکستان تر منځ د کشمیر پر لانجه خبرې کوي او د غونډې پر مهال به د اسلامي هېوادونو له یو شمېر وزیرانو او مشرانو سره ملاقانونه هم کوي.

تر دې مخکې، پاکستان څو ځلې د کنفرانس د غونډې جوړولو لپاره سعودي عرب ته خواست کړی وو خو بریالی شوی نه وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG