د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ملتان کې به هرومرو جلسه کوو:پيپلز ګوند


بلاول بټو زرداري وايي، د نومبر پر ۳۰مه په ملتان کې به په هر صورت کې د پاکستان جمهوري تحريک جلسه کوي - د ارشیف انځور.
بلاول بټو زرداري وايي، د نومبر پر ۳۰مه په ملتان کې به په هر صورت کې د پاکستان جمهوري تحريک جلسه کوي - د ارشیف انځور.

پاکستان پيپلز ګوند ويلي چې دوی به د نومبر پر ۳۰مه په ملتان کې په هر صورت د پاکستان جمهوري تحريک جلسه کوي.

د ګوند د مشر بلاول بټو زرداري وياند سېڼېټر مصطفا نواز کوکر دا خبره د نومبر ۲۶مه له هغه وروسته رسنيو ته کړې چې د پاکستان د اطلاعاتو وزير شبلي فراز د نومبر پر ۲۵مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وويل چې د کورونا وايرس خپرېدو ته په کتو به اوس د اپوزيشن ګوندونو د جلسو د مخنيوي لپاره بنديزونه سختوي او د جلسو د منتظمينو او سياسي مشرانو پر ضد به مقدمې دايروي.

د نومبر ۲۵مه په ملتان کې پوليسو د پاکستان د پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني زوی او د پيپلز ګوند غړی عبدالقادر ګيلاني له هغه وروسته نيولی چې نوموړي هلته د پيپلز ګوند په يو لاريون کې ګډون کړی و.

بلاول بټو زرداري د هغه زر تر زره خوشې کولو غوښتنه کړې او د ګيلاني ګرفتاري يې غېرقانوني کړنه بللې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG