د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولس دې د کورونا وايرس ضد مبارزه دوچنده کړي: بايډن


د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن
د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن

د امريکا منتخب ولسمشر جوبايډن پر امريکايانو غږ کړی چې له کورونا وايرس سره د مبارزې لپاره دې خپلې هڅې دوچنده کړي.

نوموړي د نومبر پر ۲۵مه په دې هېواد کې د مننې ورځې په شپه په خپله وينا کې پر کورنيو هم ټينګار وکړ د رخصتۍ په دې ورځ دې د پخوا پرتله له غونډېدو ډډه وکړي.

بايډن دا ومنل چې هېواد يې د کورونا پرضد جګړې څخه ستومانه شوی خو د ده په وينا امريکايانو ته دا يادول پکار دي چې دوی د وايرس پرضد جګړه کوي خو د يو بل پر ضد نه.

په امريکا کې هر کال د نومبر پر څلورمه پنجشنبه د مننې ورځ لمانځل کېږي چې د رخصتۍ په دې ورځ د کورنۍ ټول غړي سره راغونډېږي او ځانګړي خواړه خوري.

د عامې روغتيا پوهانو هم خبرداری ورکړی چې دا ډول غونډې د کورونا وايرس د لا خپرېدو سبب ګرځېدای شي.

په امريکا کې په دا وروستيو کې د کورونا وايرس خپرېدل زيات شوي او يوازې د نومبر پر ۲۵مه په دې هېواد کې تر ۱۷۲،۰۰۰ زيات کسان په دې وايرس اخته شوي.

په امريکا کې تر دې دمه تر يو کروړ ۲۷ لکه زيات کسان کورونا وهلي چې ۲۶۲،۱۷۷ ورڅخه مړه شوي خو شاوخوا ۷۸ لکه بېرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG