پېښور پریس کلب مخي ته ښځینه فعالانو د ښځو په ضد د تشدد د نړیوالې ورځې په مناسبت د نومبر په پنځیشتمه نېټه په پېښور کي یو علامتي احتجاجي مظاهره ترسره کړه، په دغه مهال ښځینه فعالانو صائمه منیر او طاهره کلیم مشال رېډیو ته اوویل چې د تېرو دوېش کلونو نه دوي د کورني تشدد د ختمولو لپاره مبارزه کوي خو په پښتونخوا صوبه کي تردې دمه اسمبلۍ قانوني مسوده هم نه ده منظوره شوي. د مشال راډيو خبریال غلام غوث ددوي سره ددې ورځي په مناسبت خبري کړي دي