د افغانستان په بامیان ولایت کې د پرونیو بمي چاودنو د مرګژوبلو شمېر زیات شوی دی.
د بامیان د عامې روغتیا رییس علي اقا ایوب ناصري نن مشال راډیو ته وویل چې د وژل شویو کسانو شمېر پنځلسو او د ټپیانو هغه ۵۸ ته رسیدلی دی.
د پېښو اکثر قربانیان ملکیان دي. اخوا ارګ ماڼۍ د افغانستان د ولسمشر اشرف غني په حواله دا چاودنې غندلي او زیاته کړې یې ده چې "طالبان او نورې ترهګرې ډلې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي په زیاتولو سره پر ولسي وګړو بریدونه کوي او عامه ګټو ځایونو ته زیان رسوي."
وسله والو طالبانو ویلي چې دوی په بامیانو کې په دې بمي چاودنو کې لاس نه لري.