د لاسرسي ځای

تازه خبر

 کورونا وبا: پاکستان حکومت تر یوې میاشتې ټولې تعلیمي ادارې تړي


د اسلام اباد یو ښوونځی
د اسلام اباد یو ښوونځی

د پاکستان وفاقي حکومت د کورونا وایرس وبا د دوهمې څپې مخنیوي په موخه په ټول هېواد کې د نومبر له ۲۶ مې د ډیسېمبر تر۲۵مې د سکولونو په ګدون د ټولو تعلیمي ادارو د بندولو پرېکړه کړې ده.

د نومبر پر ۲۳مه په اسلام آباد کې د تعلیم وفاقي وزیرشفقت محمود او د څلور واړو صوبو د تعلیم وزیرانو په غونډه کې دا پرېکړه وشوه.

بلخوا د شخصي سکولونو مالکانو اتحادیې ویلي چې دوی ته د سکولونو بندولو حکومتي پرېکړه د منلو نه ده. د دوی په وینا لا تراوسه ماشومانو ته د نصاب ښوونه نه ده پوره شوې او له دې امله دوی او استادان له مالي ستونزو سره مخامخېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG