د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اسلامیه کالج او پوهنتون کې د جنسي ځورونو پلټنې به ژر خپرې شي'


د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون زده کوونکي د جنسي ځورونو ضد راوتلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:23 0:00

د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون زده کوونکي د جنسي ځورونو ضد راوتلي

د خیبر پښتونخوا ګورنر لخوا د جوړې شوې پلټنیزې ډلې مشر ذکاءالله خټک وايي چې د پېښور په اسلامیه کالج او پوهنتون کې د جنسي ځورونو په اړه پلټنې روانې دي او ډېر ژر به یې راپور خپور کړي.

نوموړي د نومبر پر ۲۲مه مشال رېډیو ته وویل، جنسي ځورونې یوه حساسه موضوع ده او دوی د پېښو عیني شاهدان او ځورېدلي کسان دې ته هڅوي، خپل بیانونه ورکړي چې دا شان حقایق مخې ته راشي.

''په دې کمیټۍ کې زما د دفتر کسان شامل دي. دا د ګورنر خاصه ډله ده. موږ چې پلټنې کوو نو د بېلا بېلو کسانو نه تپوسونه کوو. د جنسي ځورونو په اړه خبرو کې څوک نه رامخې ته کېږي او اکثره کسان دومره زړه ور نه وي چې پر چا تور پورې کړي. موږ هڅه کوو چې زیات نه زیات ثبوتونه راغونډ کړو. موږ ته اکثره چې ثبوتونه ملاو شي نو هغه د جنسي ځورونو په اړه نه وي بلکې د ټیټې او لوړې درجې د ملازمینو ترمنځ لانجې او خپګانونه وي. ډېر ژر به موږ خپل وړاندیزونه او راپور ورکړو.''

د پیښور اسلامیه کالج پوهنتون زده کوونکو د نومبر پر ۱۱مه د جنسي ځورونو خلاف احتجاجي مظاهره وکړه او تور یې پورې کړ چې ځینې استادان د نجونو په ځورونو ککړ دي او په یوه اونۍ کې د جنسي ځورونې درې پېښې شوي دي. تر دې احتجاج وروسته د خیبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان تحقیقاتي ډلې ته د پلټنو کولو امر وکړ.

بلخوا د اسلامیه یونیورسټۍ یوه زدهکونکې کشماله وايي چې حکومت دې په پوهنتون کې د جنسي ځورونو په اړه پلټنې ژر تر ژره مکمله کړې او د تورونو کسانو خلاف دې کارروايي وکړي.

''په پوهنتون کې مخکې هم داسې حالات وو خو د هغې په اړه به چا خبره نشوه کولی خو اوس زموږ له احتجاجه پس زده کوونکو ته پوهه ترلاسه شوه چې یوازې په یوچا پسې غږېدل هم په جنسي ځورونه کې راځي. ټول استادان بد نه دي خو په دې پېښو کې ځینې هغه چې جنسي ځوروني کوي، زموږ له احتجاجه ووېرېدل.''

د اسلامیه پوهنتون یوې بلې زده کوونکې میمونې وویل چې د جنسي ځورونو خلاف د احتجاج وروسته ځینې زده کوونکو ته د کمو نمبرو ورکولو په څېر ځینې دړکې ورکول کېږي. نوموړې زیاته کړه، که د دوی غوښتنې و نه منل شوې نو دوی به نور احتجاجونه هم کوي.

مدني فعال شاه سوار مومند مشال راډیو ته وویل چې په پښتنه ټولنه کې له وړاندی نه د نجونو د تعلیم په برخه کې ډېرې ستونځې دي او تر پوهنتونه ډېرې لږې نجونه ورسي نو د جنسي ځورونو په څېر پېښې به ټولنه نوره هم پر شا بوځي.

مشال رېډیو په دې اړه د پوهنتون له چارواکو سره د خبرو هڅه وکړه خو هغوی ټېليفون اوچت نه کړ.

څو ورځې وړاندې د لوړو زدهکړو لپاره د وزیر اعلا سلاکار خلیق الرحمان ډان ورځپاڼې ته ویلي ول چې په تعلیمي ادارو کې جنسي ځورونې رښتیا خبره ده او د پوهنتون لپاره په وړاندې شوي قانون کې به د جنسي ځورونو خبره هم شاملوي خو هم دې ورځپاڼې ته د پوهنتون رجسټرار ډاکټر ابرار ویلي، انتظامیه به د زده کوونکو د تورونو پلټنې کوي.

XS
SM
MD
LG