زلمی خلیلزاد وايي، که د افغانستان او پاکستان ترمنځ هوکړهلیک عملي شي په سیمه کې به د سولې او پرمختګ زمینه برابره کړي.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي خلیلزاد دا خبره بېګا پر خپل ټویټر لیکلې ده.
هغه ویلي چې د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د مثبت پرمختګ او هم د هغې پاکستانۍ ژمنې هرکلی کوي چې په افغانستان کې به د تاوتریخوالي د کمولو او د اوربند راوستو لپاره کار کوي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډ هوکړهلیک کابل ته د پاکستاني وزیر اعظم عمران خان د سفر پر مهال لاسلیک شو.
د دغه هوکړهلیک په اساس د افغانستان او پاکستان حکومتونو ژمنه کړې چې د سولې او امنیت، اقتصادي پراختیا، هېواد ته د افغان کډوالو د ستنېدو او ګډو همکاریو ته به دوام ورکړي.