د لاسرسي ځای

تازه خبر

مایک پامپیو په افغانستان کې د تشدد کمولو غوښتنه کړې


مایک پومپیو په قطر کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي له مشرتابه سره هم لیده کاته او خبرې اترې کړې دي. 
مایک پومپیو په قطر کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي له مشرتابه سره هم لیده کاته او خبرې اترې کړې دي. 

د امريکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په قطر کې د نومبر پر ۲۱مه تر یوې غونډې وروسته په طالب مشرانو غږ وکړ چې په افغانستان کې د دایمي اوربند په هکله ګړندي خبرې وکړي.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د طالبانو له مذاکراتي ډلې سره د مایک پامپيو تر ليدو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت يو وياند وويل چې پومپيو د تشدد د کمولو غږ هم وکړ.

د وزارت ویاند وویل پامپيو په خبرو کې په تاوتریخوالي کې د پام وړ کمولو غوښتنه وکړه او دوی یې سیاسي لار نقشې، دايمي او جامع اوربند په اړه د خبرو اترو تېزولو ته وهڅول.

پامپیو تر غونډو وروسته پر ټويټر پاڼه ليکلې چې له دوحې لاړم خو باور لرم دي چې د هلو ځلو په نتيجه کې به په سیمې کې امنیت او ثبات راشي.

مایک پومپیو په قطر کې د افغان دولت د مرکچي پلاوي له مشرتابه سره هم لیده کاته او خبرې اترې کړې دي.

پامپيو د اروپا او منځني ختيځ د اوو هېوادونو په سفر دی. نوموړي په قطر کې د دې هېواد واکمن او د بهرنيو چارو وزير سره هم ملاقات وکړ.

د افغان دولت او طالبانو ترمنځ دا تاریخي خبرې اترې د سپټمپر له ۱۲مې په قطر کې پیل شوې خو د طريقه کار له کبله له خنډ سره مخامخ شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG