د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍلويو اقتصادي هېوادونو د کورونا په وړاندې د یووالي غوښتنه وکړه


د سعودي عرب پاچا سلمان د شلو لويو اقتصادي هېوادونو سرمشريزه پرانسته او ژمنه یې وکړه چې دا ډله به د نړیوالې همکارۍ په مرسته پر دې بحران قابو موندي.
د سعودي عرب پاچا سلمان د شلو لويو اقتصادي هېوادونو سرمشريزه پرانسته او ژمنه یې وکړه چې دا ډله به د نړیوالې همکارۍ په مرسته پر دې بحران قابو موندي.

د نړۍ ۲۰ لويو اقتصادي هېوادونو دوه ورځنۍ سرمشريزه د نومبر پر ۲۱مه پيل شوه.

دوی د کورونا وايرس وبا په وړاندې مبارزه کې د یووالي غوښتنه وکړه.

د سعودي عرب پاچا سلمان د شلو لويو اقتصادي هېوادونو سرمشريزه پرانسته او ژمنه یې وکړه چې دا ډله به د نړیوالې همکارۍ په مرسته پر دې بحران قابو موندي.

پاچا سلمان د کورونا وايرس مخنيوي لپاره د سفر محدودیتونو له وجې ویډیو کنفرانس له لارې وينا وکړه.

د جرمني چانسلرې انګیلا میرکل غونډې ته په خپله وینا کې د نړیوالې همکارۍ غوښتنه هم وکړه.

هغې وویل که چیرې هیوادونه له يو بل سره ودریږي نو دوی پر وايرس او له وجې يې پر رامینځ شويو حالاتو قابو موندلي شي.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سرمشريزه کې له دوو ساعتونو څخه لږ وخت تیر کړ او وروسته د ګالف لوبې کولو لپاره ولاړ.

تمه ده چې ټرمپ نن د نومبر پر ۲۲مه په سرمشریزه کې برخه واخلي. ټرمپ د نومبر درېمي انتخاباتو کې له جو بایډن ماته خوړولې خو تراوسه یې شکست نه دي منلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG