د لاسرسي ځای

تازه خبر

یمن کې به قحطي د میلیونونو خلکو ژوند اغېزمن کړي: انتونیو ګوتېريش


ملګري ملتونه په یمن کې د تاریخۍ قحطۍ خبر ورکوي.
ملګري ملتونه په یمن کې د تاریخۍ قحطۍ خبر ورکوي.

د ملګرو ملتونو عمومي مشي انتونیو ګوتېريش ویلي، جنګځپلی یمن ډېر نېږدې د قحطۍ د یوې داسې خرابې څپې سره مخ کېدونکی دی چې نړۍ به په تېرو څو لسیزو کې نه وي لیدلې او د مېلیونونو خلکو ژوند به اغېزمن کړي.

د ملګرو ملتونو لخوا، په یمن کې د قحطۍ په اړه د نومبر د ۲۰مې نېټې دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې امریکا په پام کې لري د یمن د حوثي ياغیانو ډله د بهرنۍ ترهګرۍ ډلې په نوملړ کې شامله کړي چې پر ایران فشار واچول شي څوک چې د دغې ډلې ملاتړ کوي.

خو خیریه ادارې وايي، که امریکا دا ګام پورته کړي نو د یمن د ۲۴ ميلیونه وګړو ۸۰ فيصده برخې ته به د مرستو رسول په خطر کې واچوي، ځکه چې له حوثي یاغیانو سره به خبرې کول ګرانې شي.

XS
SM
MD
LG