د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله عبدالله له اردوغان سره پر افغان سوله غږېدلي


د افغانستان ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره
د افغانستان ملي روغې جوړې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره

عبدالله عبدالله وايي، د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې د افغان سولې په تړاو رغنده خبرې کړي.

د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله چې د ترکیې په سفر دی، د نومبر پر ۲۰مه یې پر خپلې فیس بک پاڼې لیکلي، د ترکي له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره یې د لیدنې پر مهال د افغان سولې په تړاو رغنده خبرې کړي دي.

عبدالله عبدالله وايي چې د افغان سولې او ثبات په تړاو د سیمې د هېوادونو د ملاتړ جلبول ډېر مهم دي.

هغه تر دې مخکې د یاد هدف لپاره پاکستان، ایران، هند او ازبکستان ته هم سفرونه کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG