د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شخصي سکولونو ټولنې د تعلیمي ادارو بندولو په اړه حکومتي وړاندیز رد کړ


د شخصي سکولونو مالکان وايي تعلیمي ادارې بندول نه شي منلی او که فشار پرې واچول شو نو پراخې مظاهرې به پیل کړي. (انځور له ارشیفه)
د شخصي سکولونو مالکان وايي تعلیمي ادارې بندول نه شي منلی او که فشار پرې واچول شو نو پراخې مظاهرې به پیل کړي. (انځور له ارشیفه)

د پاکستان د تعلیم وفاقي وزیر شفقت محمود د نومبر پر ۱۸مه ویلي و چې د کورونا وايرس مخنیوي په موخه د سکولونو او تعلیمي ادارو پر بندولو غور روان دی.

خو د پاکستان د شخصي سکولونو ټولنې مشر مرزا کاشف بیګ د نومبر پر ۲۰مه په لاهور کې یوې خبري غونډې ته وویل، د حکومت دا تجویز چې د نومبر له ۲۴مې به یو وارې بیا تعلیمي ادارې بندوي، نه شي منلی او که فشار پرې واچول شو نو پراخې مظاهرې به پیل کړي.

پاکستان تر دې وړاندې په مارچ میاشت کې هم د کورونا وايرس د مخنیوي په موخه تعلیمي ادارې بندې کړې وي چې د سېپټېمبر پر ۱۵مه یو وارې بیا پرانېستل شوې.

په پاکستان کې د کووېډ-۱۹ تازه شمېرې

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کورونا وايرس ناروغۍ (کووېډ-۱۹) له وجې د مړو رسمي شمېر ۷،۶۰۳ ته رسېدلی دی.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ویبپاڼې ترمخه تر نومبر ۲۱مې پورې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېره تر ۳۷۱،۵۰۸ اوښتې ده.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وايرس ۲،۸۴۳ نوې پېښې ریکارډ شوي خو له دې ناروغۍ تر ۳۲۸،۹۳۱ زرو زيات کسان رغېدلي هم دي.

په هېواد کې د کورونا وايرس د فعاله کېسونو شمېر تر ۳۴ زرو زيات دی.

حکومت د کورونا وايرس مخنيوي لپاره له تېرې مياشتې ماسکونه وهل لازمي ګرځولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د کورونا وايرس دويمې څپې مخنيوي لپاره د زيارتونو، سينماګانو او تیېټرو د بندولو فيصله کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG