د شمالي وزیرستان پولیس وايي، په میرلي کې ناڅرګنده وسله والو په هدفي برید کې یو کس وژلی دی.
د پولیسو مشر شفیع الله ګنډه پور بيګا ماښام مشال راډیو ته وویل، ناڅرګنده وسله والو پر يوه کس محمد ډزې وکړې او تښتېدلي دي. د ده په خبره، د نامعلومه وسله والو ضد یې مقدمه درج کړې.
د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
دا په روان کال کې په شمالي وزیرستان کې ۴۰م هدفي برید وو. په ۲۰۱۹ز کال په سیمه کې ۵۱ هدفي حملې شوې وې. د نومبر ۱۹مې دغه برید په سیمه کې د هدفي وژنو پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ تر جلسې څلور ورځې وروسته شوې.
غورځنګ په خپله جلسه کې پر انتظامیې غږ وکړ چې د هدفي بریدونو مخه دې ونیسي.
انتظامي چارواکي وايي، د شمالي وزیرستان امنیت ته ژمن دي او امنیتي سرتېري وخت په وخت د وسله والو پر ضد عملیات کوي.