د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا: پاکستان حکومت دې تعليمي ادارې نه بندوي


د پاکستان د وفاقي حکومت تعلیم وزارت صوبو ته وړاندیر کړی چې ټول سکولونه او تعلیمي ادارې دې د کورونا وایرس د دوهمې څپې د خپرېدو له کبله د نومبر له ۲۴مې نېټې وتړي او د ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ تر۳۱مې پورې یې بند وساتي.


د وفاقي حکومت په دې تجویز خو صوبایي حکومتونو لا څه نه دې ویلي، خو د تجویزونو له لېږلو سره سم وفاقي حکومت دا هم ویلي چې د نومبر پر ۲۳مه به د ټولو صوبو د تعلیم وزیرانو یو شریکه غونډه کېږي چې له دوی څخه تجویزونه واخیستل شي.

د غیر سرکاري سکولونو مالکانو او د زده کونکو پلرونو د وفاقي حکومت له تجویز سره اختلاف ښودلی او وايي چې په دې سره یې د ماشومانو زده کړې اغېزمنېږي.

د روان کال د مارچ ۱۴مه چې د کورونا د لومړۍ څپې د خطر له وجې تعلیمي ادارې بندې شوې نو حکومت ویلي وو چې دغه ادارې به د اپرېل پر پنځمه یو واري بیا خلاصېږي، خو دغه نېټه یې تر ستمبر ۱۵مې پورې وغځوله او په دغې فیصلو د غیر سرکاري سکولونو مالکانو ډېر احتجاجونه کړي ول.

هغه مهال د سکولونو مالکانو ته څه ستونزې وې، یو مالک حیدر علي خان چې د روغو ماشومانو او معذوره ماشومانو لپاره بېلا بېل سکولونه جوړ کړي، مشال راډیو ته یې وویل:

"انلاین کلاسونه سبق ښودنه خو زموږ په قبایلي ضلعو کې خو دغه نظام نه شته دې، نو موږ به څنګه سبق وښایو. موږ وایو چې حکومت دې د سکولونو د بندولو نه قلار شي، دې کې ډېر زیات تاوان دی، زموږ د ماشومانو بنیاد تعلیم دې او دغه بنیاد مو خرابېږي، چې دوی بیا بیا د چهټیانو اعلان کوي، موږ خو د کورونا وایرسه احتیاط کوو، تر اوسه په سکولونو کې د کورونا کېسونه نه دې راغلي، حکومت بیا بیا سکولونو بندولو ته ګوته نیسي، ګني نو نور خو هر څه خلاص دي."

حید علي خان زیاتوي د وفاقي حکومت له تجویز سره سم پرایمری سکولونه دی د نومبر ۲۴مه مډل سکولونه د سمبرله دویم او لوی سکولونه دې د دسمبر له ۱۵مه بند کړل شي."

وفاقي وزارت تعلیم ویلي هم دي، چې د سکولونه بندولو کې دوی زبردستی نه کوي، خو که حالات خراب شو، نو بیا به یې خامخا بندوي.

دوی دا هم تجویزکړی چې د سکولونو استادان دې خپله حاضري یقیني کړي، د انلاین یا انټرنټ له لارې تعلیم ښودلو ته دی تیاری وکړي، او ویلي یی دي چې تعلیمی کال به د راروان کال د مې تر ۳۱مې پورې له غځېدو سره سم د لسم او دولسم ټولګیو امتحانونه په جون ۲۰۲۱ز کال کې اخیستل هم د تجویز کې شامل دي. هغه وخت چې د کورونا له ویرې په مارچ کې سکولونه بند شوي وو، د ماشومانو پلرونه هم ډېر ورباندې خپه ول، چې بچیان یې له تعلیم نه بې برخې پاتې کېږي.

شاه ضمیر خان د مومندو اوسېدونکی دی، دی وايي: "زما دوه بچي سکول ته ځي، یو څلورم او بل درېم ټولګي کې دې، وس (که سکول بند شو) نو دی وړو سره به بیا څه کوو، دلته کورونو کې هم ماشومان ورانی کوي، او مشکل کې وي، خو موږ تر اوسه په دې حساب پوهه نه کړل شو، چې دوی وفاقي حکومت ټولبند بیا ولې لګوي، له دې سره خو به ماشومان زده کوونکي تباه شي."

په دا لنډو ورځو کې هم د کورونا وایرس ځینې مثبت کیسونه د یونیورسټیو په زده کونکو کې راغلي وو، نو له وجې یې د اسلام اباد اسلامک انټرنیشنل پوهنتون هم بند شوی وو، هم دا شان د پېښور پوهنتون، بېنظیر بوټو یونیورسټي او د نوښار ډګري کالج د ډېرو مضمونونو ادارې هم بندې شوې دي.

د نېشنل کمانډ اینډ اپریشن یا د کورونا د معلوماتو وفاقي اداره وایي، چې د دوه نیمو زره زیات تنان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې کورونا وایرس وهلي دي او ۱۸ تنه ترې مړه شوي.

د دوی په وینا تر ټولو زیات کیسونه په سند صوبه کې دي.

XS
SM
MD
LG