د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان کې به د تشدد کمولو هڅه کوم: عمران خان


افغان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره ګوري.
افغان ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره ګوري.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي، افغانستان ته باور ورکوي چې تر خپله وسه به هر هغه څه کوي چې په هغه هېواد کې تاوتریخوالی کم شي.

نوموړي د نومبر پر ۱۹مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره تر لیدو وروسته ګډې خبري غونډې ته وویل، هېواد یې په افغانستان کې سولې ته لېواله دی ځکه چې په وینا یې، د ترهګرۍ پر ضد د جګړې پر مهال د پاکستان قبایلي سیمې تر ټولو زیاتې ځپل شوي:

''موږ باور درکوو چې هر څه ممکن وي او موږ یې کولای شو، نو خپله پوره هڅه به کوو چې د تاوتریخوالي اوسنی کچ ټیټ کړو. پاکستان هغه ملک دی چې تر افغانستان وروسته د هغه هېواد په سوله کې تر ټولو زیاته لېوالتیا او ګټې لري او لامل یې دا دی چې پخوانۍ قبایلي سیمې د ترهګرۍ په جګړه کې زښتې وځپل شوې، تر نیمايي زیات اوسېدونکي یې بې کوره شول، ژوند یې اغېزمن شو او د اربونو روپیو تاوان وشو.''

عمران خان دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې افغان ولسمشر اشرف غني خبري غونډې ته وویل چې د تاوتریخوالي زیاتېدو پر وخت د پاکستاني وزیراعظم سفر خورا مهم پیغام لري:

''ستاسې راتګ نن په هغه حالت کې چې تاوتریخوالی په شدت کې دی، د افغانستان ټول ولس ته یو ډېر مهم او ارزښتناکه پیغام لري.''

غني وویل، د افغانستان راتلونکې د اساسي قانون په چوکاټ کې تلپاتې سولې ته رسېدل دي:

''اساسي خبره دا ده چې تاوتریخوالی ځواب او د حللاره نه ده بلکې زموږ د ارزښتونو او د افغانستان اسلامي جمهوریت اساسي قانون په چوکاټ کې تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره یو جامع سیاسي موافقه د مخکې تګ لار ده.''

پاکستان په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو هڅه کوي: عمران خان
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:36 0:00

د پاکستان وزیراعظم عمران خان خبریالانو ته وویل چې افغانستان ته یې د یوه ورځني سفر موخه د باور پیدا کول ول.

نوموړي افغان ولسمشر اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې اسلام اباد به یې له هېواد سره پوره مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د دواړو هېوادونو تعلقات د ترهګرۍ او ناامنیو پرسر خړ پړ پاتې شوي او دواړه هېوادونو په بیا بیا پر یو بل د وسله والو ډلو پر وړاندې د موثره اقداماتو نه کولو تورونه پورې کړې دي.

عمران خان او اشرف غني وویل، دواړه مشران په ملاقات کې پر اقتصادي او سوداګریزو همکاریو هم سلا شول او موافقه یې وکړه چې پر سیمه ییز کچ به د سوداګرۍ ودې لپاره ګامونه پورته کوي.

وزیراعظم عمران خان نن سهار کابل ته په یو ورځني سفر ولاړ چې ولسمشر اشرف غني یې په ارګ کې هرکلی وکړ.

له وزيراعظم سره په پلاوي کې د بهرنيو چارو وزير، د تجارت لپاره د وزيراعظم سلاکار او نور لوړ پوړي چارواکي مله دي.

په ۲۰۱۸ز کال د وزیر اعظم څوکۍ ته له رسېدو پس دا د عمران خان افغانستان ته خپل لومړی سفر دی. د افغان حکومت چارواکو په خپلو څرګندونو کې د نوموړي له سفره هیلې ښودلې چې نه یوازې په افغانستان کې به د اوربند په راتلو کې مرسته وشي بلکې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ښايي سوداګري هم پیاوړې شي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه بيان کې ويلي چې د تجارت لپاره د وزيراعظم سلاکار رزاق داود د روانې میاشتې ۱۶مې نه تر ۱۸مې نېټې پورې د کابل سفر کړی وو چې دوه اړخيزه تعلقاتو او د تجارتي راهدارۍ پر امورو يې خبرې اترې کړې وي.

کابل ته د وزیر اعظم عمران د سفر په غبرګون کې د افغانستان په پکتیکا کې ګڼو لاریون وکړ.

دوی غوښتنه کوله چې د پاکستان حکومت دې د افغانستان پروړاندې خپله پالیسي بدله کړي او د سولې، امن او ثبات لپاره دې له زړه ګامونه واخلي. ګنې دا سفرونه یې ګټه نه لري. خو پاکستان وايي، له افغانستان سره ښه ګاونډیتوب غواړي او د افغان سولې اوسني بهیر کې یې مهم کردار لرلی دی او د اسلام اباد د دې هڅو پخلی خپله افغان چارواکو هم کړی دی.

د پاکستان وزیر اعظم عمران خان و کابل ته د سفر پر مههال په پکتیا کې لاریون. ۲۰۲۰، ۱۹ نومبر
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان و کابل ته د سفر پر مههال په پکتیا کې لاریون. ۲۰۲۰، ۱۹ نومبر

XS
SM
MD
LG