د لاسرسي ځای

تازه خبر

خبرونه

پاکستان دې د سوداګرۍ او ټرانزټ ستونزې هوارې کړي: ولسمشر غني

جمهوررئیس غني د پانګونې او سوداګرۍ چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سره وکتل

ولسمشر اشرف غني د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د ستونزو په هواري ټینګار وکړ.

له ارګه په خپاره شوي يوه بيان کې راغلي چې ولسمشر غني د پانګونې او سوداګرۍ په چارو کې د وزير اعظم عمران خان سلاکار عبدالرزاق داوود او پلاوي سره د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ په تړون "اپټا" کې د شته ستونزو او ننګونو او په دې کې د بدلونو په باب خبرې وکړې.

افغان ولسمشر ټینګار کړی چې د سیمې د اقتصادي پراختیا لپاره باید خپل لیدلوری ښه کړو او هغه تخنیکي ننګونې چې د ستراتېژیکو همکاریو او د دغه لیدلوري د عمليکيدو پر وړاندې خنډ ګرځي، باید لېرې کړو.

نوموړي همداراز ویلي چې افغان سوداګر د پاکستان په محصول چونګيو (ګمرکونو) او بندرونو کې تر تکليفونو تيريږي او نااميده کيږي.

په دغه کتنه کې ولسمشر له پاکستاني چارواکي سره پر دې ټینګار کړې چې دواړه هېوادونه باید د "کاسا زر"، "ټاپ" او "ټاپې" په ګډون سترو اقتصادي پروژو ته لا زیات پام واړوي.

پاکستانې پلاوې په ېکشنبه کابل ته تللې وو او له افغان چارواکو او سواګرو سره یې د سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې د ستونزو د هواري ژمنه کړې ده.

دا پلاوی پر داسې مهال کابل ته سفر کوي چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم د نومبر پر ۱۹ مه د افغانستان يوه ورځنۍ دوره کوي.

د يادونې ده چې دواړه هيوادونه که څه هم نزدې ګاونډيان دي خو د سوداګرۍ په برخه کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي او په تېره د چمن بولدک او تورخم پر بندرونو د دواړو غاړو سوداګر شکاېت کوي چې د مالونو کلېرنس يې په ځنډ کيږي او ورسره بله لويه ستونزه دا ده چې تورخم او د سپين بولدک لارې بيا بيا تړل کيږي.

يادنيو ستونزو د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګرۍ ته هم ډير تاوان رسولې.

د نننۍ ورځې ټول خبرونه وګورئ

خلیلزاد له ترکي چارواکو سره د سولې پر بهیر غږېږي

د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد. ارشیف-انځور

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، له ترکي چارواکو سره د سولې پر بهیر خبرې کوي.

نوموړي د ډېسېمبر پر دریمه پر ټوېټر لیکلي چې د سیمې د سفر په لومړي پړاو کې انقرې ته ځي او تر هغې وروسته به په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو له پلاویو سره په ملاقات کې وګوري چې امریکا د سولې خبرو د طرزالعمل په لړ کې د وروستي پرمختګ پر اساس څنګه مرسته کولای شي چې د یوې سیاسي طرحې او تلپاتې اوربند لپاره چټک پرمختګ وشي.

افغان حکومت او طالبانو د ډېسېمبر پر دویمه د سولې د خبرو پر کړنلار د توافق اعلان وکړ.

دواړو خواوو د سېپټېمبر له ۱۲مې راهیسې پر دې موضوع بحث ته دوام ورکړی وو.

ولس دې زما حکومت کې تر ۱۰۰ ورځو ماسکونه وکاروي:بایډن

بایډن وویل، د دندې د پیل پر لومړۍ ورځ به له ولسه وغواړي چې "د تل لپاره نه، خو یوازې د ۱۰۰ ورځو لپاره دې تمبوزک ووهي."

د امریکا منتخب ولسمشر جوزف بایډن ویلي، له امریکایانو غواړي چې د ده د واکمنۍ په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې دې ماسک وکاروي.

دا خبره نوموړي د ‌ډېسېمبر پر درېیمه له سي اېن اېن ټېلېوېژن سره په مرکه کې پر داسې مهال کړې چې د بایډن اداره په جنورۍ کې د واک اخیستو تیاری کوي او په امریکا کې وبايي حالت لا په خرابېدو دی.

منتخبه مرستیاله ولسمشره کاملا هیرېس هم بېګا له بایډن سره ناسته وه چې دا د نومبر پر درېیمه له ولسمشریزو انتخاباتو راهیسې د دواړو لومړۍ ګډه مرکه وه.

بایډن وویل، د دندې د پیل پر لومړۍ ورځ به له ولسه وغواړي چې "د تل لپاره نه، خو یوازې د ۱۰۰ ورځو لپاره دې تمبوزک ووهي."

ده وویل، په پراخ کچ د ماسک کارول به د کورونا وایرس په پېښو کې د"پام وړ کموالي" سبب شي.

بایډن د انتخاباتي کیمپېن پر مهال هم په بیا بیا پر خلکو د تمبوزک وهلو غږ کړی. خو ده ومنله چې ولسمشر ښايي د ټول هېواد پر کچ د ماسک لازمي کولو قانوني واک و نه لري.

بایډن په مرکه کې وویل چې په هغو برخو کې چې واک لري، لکه په وفاقي ودانیو او د الوتکو او بسونو په ګډون د ایالتونو ترمنځ په ټرانسپورټ کې، به د فرمان له لارې ماسک کارول لازمي کوي.

د امریکا روغتیايي چارواکي وايي، ماسک لرونکي کسان تر یوه بریده له وایرسه محفوظ پاتې کېږي او تمبوزک له وایرس لرونکو څخه روغو کسانو ته د وایرس انتقال په مخنیوي کې هم مرسته کوي.

په امریکا کې الوتکو، هوايي ډګرونو او د ولسي ټرانسپورټ زیاتره ادارو وار له مخه د ماسک استعمال لازمي بللی.

د دې ترڅنګ د هېواد ۳۷ ایالتونو او پلازمېنې واشنګټن ډي سي هم د تمبوزک وهلو امر کړی.

امریکا په عراق کې خپله سفارتي عمله کموي

له سفارته د کارکوونکو انتقال پر داسې مهال کېږي چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ، منتخب ولسمشر جو بایډن ته د واک تر انتقال مخکې پر ایران فشار زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده چې له ایراني او عراقي ملېشو سره د امریکا ترینګلتیا زیاته شوې.

په بغداد کې امریکايي سفیر میتیو ټيولر د ډېسېمبر پر درېیمه په رسنیو کې تر تازه رپورټونو وروسته تایید کړه چې په سفارت کې په عارضي ډول عمله کموي.

د امریکايي سفارت پر فېسبوک پاڼه په ویډیويي بیان کې ټیولر وویل، دی او د ډېپلوماټانو او پوځي سلاکارانو اساسي غړي به تر ډېره وخته په سفارت کې خپل کار ته دوام ورکوي.

له سفارته د کارکوونکو انتقال پر داسې مهال کېږي چې امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ، منتخب ولسمشر جو بایډن ته د واک تر انتقال مخکې پر ایران فشار زیاتوي.

بایډن ویلي دي چې په جنورۍ کې د خپلې ولسمشرۍ له پیل څخه به له ایران سره د ډېپلوماسۍ بحالولو هڅه وکړي.

تېره اوونۍ په تهران کې د ایران د اټومي ساینسپوه محسن فخریزاده تر وژنې وروسته په سیمه کې ترینګلتیا زیاته شوې.

ایران د هغې د وژنې تور پر اسراییلو او په غیر مستقیمه توګه پر امریکا پورې کړی چې ورسره د تهران او یا له سیمه ییزو پلویانو څخه یې د یوې ډلې له لوري د ځوابي اقدام امکان زیات شوی.

امریکايي چارواکو هم اندېښنه ښوولې چې کېدای شي ایران او یا د هغوی ملاتړې عراقي ملېشې ځوابي اقدام وکړي.

ټرمپ بیا په ټاکنو کې د درغلیو بې ثبوته ادعاوې تکرار کړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۴۶ منټو په یوه ویډیو کې خپلې هغه بې ثبوته دعوې تکرار کړي چې ګواکې په تېرو ولسمشریزو انتخاباتو کې درغلي شوې وه.

په دغو انتخاباتو کې ټرمپ د ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایډن ماتې خوړلې ده.

د دیسمبر پر دویمه پر فېسبوک په خپره شوې ویډیو کې ولسمشر ټرمپ خپله وینا په ممکنه ډول یو له خپلو ټولو ویناګانو څخه مهمه وبلله او وړاندیز یې پکې کړی چې سپریم کورټ باید هغه څه وکړي چې د هیواد لپاره سم دي او د انتخاباتو نتیجې باطلې وګرځوي.

په دغه ویډیو کې ولسمشر ټرمپ انتخاباتي نتیجې تر پوښتنې لاندې راوستي چې له مخه یې بایډن په ریکارډ ډول ۸۱ میلیون ووټونه حاصل کړل چې له ټرمپ څخه ۷ میلیون زیات وو.

نوموړي په دغو انتخاباتو کې یو وارې بیا د درغلیو تور پورې کړ خو د هغه انتظامیې غړیو په ګډون اټارني جنرل ولیم بار په بیا بیا ویلي چې په انتخاباتو کې په پراخه توګه د درغلیو ثبوت نه شته.

خوست کې د امریکا پوځي اډې سره نېږدې چاودنه شوې

چارواکي وايي، د پيښې له ځایه د یو ولسي وګړي مړی او پینځه ټپيان روغتون ته وروړل شوي، چې یو تن ټپي پوځي کس دی.

د دېسېمبر پر دوېیمه د خوست چپ مین په نوم د امریکايي اډې جنوب لوري کې چاودنه شوې چې غږ يې تر لیرې سیمو واوریدل شو.

تر ناوخته ماښامه د چاودنې سیمه کلابند وه او د دې پيښې مړي او ټپیان بهرنیانو په خپله انتقال کړي او د خوست د چارواکو په وینا چې دوی ته د پيښې په اړه مالومات نه دې ورکړل شوي.

د خوست عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي د دیسمبر په ۲مه مشال راډیو ته وویل چې د پيښې له ځایه د یو ولسي وګړي مړی او پینځه ټپيان وروړل شوي، چې یو تن ټپي پوځي کس دی.

تر اوسه د چاودنې نوعیت نه دې مالوم چې دا موټر بم برید وو او که بمي چاودنه وه.

د چاودنې ذمه واري چا نه ده منلې.

پاکستان کې کورونا ۳۹ نور کسان وژلي

ډاکټران وايي، د کورونا وبا دويمه څپه راغلې او د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د پاکستان د روغتيا څانګې وېبپاڼې تر مخه کورونا وايرس په ۲۴ ساعتونو کې تر دوو زرو زيات کسان وهلي چې دا ډول په دې هېواد کې د کورونا وړجنو ټول شمېر تر څلور لکه ۶ زره زیات اوښتی دی.

د ډېسېمبر تر درېیمې نېټې پورې له دې وايرسه په پاکستان کې ۸،۲۰۵ کسان مړه شوي خو تر درې لکه ۴۰ زره زيات کسان بیرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

په پاکستان کې چارواکي او ډاکټران وايي، د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

په دې دوران کې د پېښور او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر نورو ښارونو کې سلګونه ډاکټران او روغتياپالان هم پر کورونا وايرس اخته شوي دي.

حکومت د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر په ځېنو سيمو کې نرم ټولبند (سمارټ لاکډوان) هم لګولی دی.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم عمران د نومبر پر ۲۵مه په لاهور کې د يوې وينا پر مهال ويلي چې ولس دې له احتياطي تدابيرو کار واخلي خو د ده په وينا دا ځل به کاروبارونه، کارخانې او له روزګار سره تړلي شيان نه بندېږي.

د پاکستان پخوانی وزيراعظم مير ظفر الله خان جمالي ومړ

د جمالي د ۲۰۰۴ کال تصویر

د پاکستان ډان او نورو رسنيو نن د ډېسېمبر پر درېیمه خبر ورکړي چې ظفر جمالي څو ورځې وړاندې د زړه دوره راغلې وه او په راولپنډۍ کې د درملنې لاندې وو.

د نوموړي عمر ۷۶ کاله وو. مير ظفر الله خان جمالي د پخواني پوځي واکمن پروېز مشرف د واکمنې پر مهال له ۲۰۰۲ز تر ۲۰۰۴ز پورې وزيراعظم پاتې شوی وو. د جمالي تعلق بلوچستان سره وو.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان او د پوځ مشر ظفر جمالي په مړينه خفګان ښودلي دي.

بنو کې د پولیو کارکوونکو ساتونکی پولیس وژل شوی

دا په داسې حال کې ده په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ناروغۍ ضد کمپاين دوام لري.ارشیف-انځور

په بنو کې د ډېسېمبر پر دویېمه وسله والو د پوليو ټيم امنيت لپاره ګمارل شوي پوليسواله په ډزو وژلیي.

د بنو پوليسو وياند اصف حسن د ډېسېمبر پر دویېمه مشال راډيو ته وويل چې پوليسواله خير زمان د پوليو ټيم امنيت لپاره ګمارل شوی وو چې د بنو ټاون شپ کې نامعلومه وسله والو پرې ډزې وکړې.

د پوليس چارواکي وايي، په بريد کې د ککړو کسانو نيولو لپاره يې هڅې روانې دي.

د بريد ذمه واري چا نه ده منلي.

دا په داسې حال کې ده په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ناروغۍ ضد کمپاين دوام لري.

د شمېرو ترمخه په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ۲۲ ناروغان دي چې تېر کال دا شمېر ۹۳ وه.

سږ کال په ټول پاکستان کې ۸۱ ماشومان پوليو په رنځ اخته شوي دي.

برتانیا د کووېډ-۱۹واکسینو لګولو منظوري ورکړه

 د برتانیې وزیراعظم بورېس جانسن دا عادي ژوند ته د ستنېدو پر لوري لومړی او "ډېر ښه" ګام بللی دی.

دا واکسین جرمن مېشتي دواساز شرکت بایو اېن ټېک او په امریکا کې فایزر کمپنۍ په ګډه جوړ کړي.

دې دوا جوړوونکو په نیو یارک او د جرمني په ماینڅ ښار کې د واکسینو د منظورۍ اعلان پر وخت وویل، د راتلونکې اوونۍ له پیل څخه به برتانیا ته واکسین استول پیل کړي.

د برتانیې حکومت د ډېسېمبر پر دویمه په بیان کې ویلي،"نن یې د فایزر او بایو اېن ټېک د کووېډ-۱۹ واکسینو کارولو منظورۍ لپاره د دواګانو او روغتیايي شیانو د نظم ادارې سپارښتنه منلې ده."

د برتانیې وزیراعظم بورېس جانسن دا عادي ژوند ته د ستنېدو پر لوري لومړی او "ډېر ښه" ګام بللی دی.

د دوا جوړولو دواړو شرکتونو هم د پرېکړې هرکلی کړی چې ورسره به برتانیا ته تر اروپايي ټولنې او امریکا مخکې د واکسینو کارولو موقع په لاس ورشي.

د فایزر شرکت مشر البرټ بورلا په بیان کې د برتانیا اقدام تاریخي وباله.

په داسې حال کې چې د کورونا وایرس جهاني وبا تر اوسه په نړۍ کې شاوخوا ۱۵ لاکه کسان وژلي او نړیوال اقتصاد یې زښت ځپلی، داسې فکر کېږي چې واکسین تر یوه بریده عادي حالاتو ته د ستنېدو لپاره تر ټولو ښه امکانات برابرولای شي.

پاکستان د کورونا ضد واکسین اخیستو لپاره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو بېلولو منظوري وړکړی

چارواکي وايي، واکسین به لومړی روغتیايي کارکوونکو او پاخه عمر لرونکو کسانو ته ورکوي- ارشیف انځور.

د پاکستان وفاقي کابینې د کورونا وایرس ناروغۍ واکسینو اخیستو لپاره د ۱۵۰ میلیونه ډالرو بېلولو منظوري ورکړې.

د روغتیايي چارو لپاره د وزیراعظم ځانګړي سلاکار فیصل سلطان او د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر شبلي فراز د دېسمبر پر دویمه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې حکومت له یو شمېر شرکتونو سره د سودا په اړه لومړنۍ خبرې کړې دي.

فیصل سلطان زیاته کړه چې واکسین به لومړی روغتیايي کارکوونکو او پاخه عمر لرونکو کسانو ته ورکوي.

د پاکستان چارواکو د واکسینو اخیستو لپاره د پیسو بېلولو اعلان پر داسې مهال کړی چې په هغه هېواد کې د کورونا وایرس پېښې په زیاتېدو دي.

د کووېډ-۱۹ په اړه حکومتي ووبپاڼې نن ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په پاکستان کې د کورونا وایرس ۲،۰۷۹ تازه پېښې ثبت شوي.

په همدې موده کې ناروغۍ ۷۵ کسان وژلي دي.

حکومتي ووبپاڼه وايي چې په پاکستان کې د کورونا وایرس ټولو پېښو شمېر ۴۰۳،۳۱۱ ته رسېدلی چې ورڅخه ۳۴۵،۳۶۵ کسان رغېدلي هم دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ګڼو اروپايي هېوادونو او دغه راز امریکا کې به ژر میلیونونو خلکو ته د کورونا وایرس ضد واکسین ولګېږي.

د فایزر او بایو اېن ټېک کمپنیو واکسین به د روانې اوونۍ په پای کې په برتانیا او بله اوونۍ په امریکا کې ګڼو خلکو ته پېچکاري شي.

امریکا، جرمني او برتانیا به لومړني هېوادونه وي چې په راتلونکو ورځو کې به خپلو خلکو ته د کورونا وایرس پر ضد عمومي واکسین پیل کړي.

د ناټو بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه نن پای ته رسي

د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ

د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د ناټو په غونډه کې د غړو هېوادونو استازو د دې پوځي اېتلاف د اصلاحاتو او پیاوړتیا لپاره پر یوشمېر نظریاتو بحث کړی دی.

د کورونا وایرس وبا مخنیوي په خاطر د انلاین غونډې پر لومړۍ ورځ وزیرانو ته یو رپورټ وړاندې شو چې پکې ویل شوي چې دا پوځي اېتلاف باید د روسیې د "پرله پسې جارحیت" او د "چین د زیاتېدونکې پیاوړتیا" په ګډون د نویو ګواښونو مقابلې ته تیار اوسي.

ټاکل شوې چې د ناټو مشر ینز ستولتنبرګ د دېسېمبر پر دویمه د کنفرانس په پای کې انلاین خبري غونډې ته وینا وکړي.

نوموړي د سې شنبې پر ورځ خبریالانو ته وویل چې وزیرانو د ډېسېمبر پر لومړۍ د اېتلاف غړو هېوادونو شاوخوا ته د روسیې "پوځي حضور زیاتېدو" او په افغانستان کې د ماموریت په اړه هم خبرې وکړې.

ستولتنبرګ په افغانستان کې د ماموریت په اړه نور معلومات ورنکړل خو زیاته یې کړه چې دا غربي پوځي اېتلاف "باید" د ۲۰۲۱ز کال په فبرورۍ کې د دفاع وزیرانو غونډې پر مهال د ماموریت په اړه ځینې "سختې پرېکړې" وکړي.

پاکستان کې کورونا ۶۶ نور کسان وژلي

ډاکټران وايي، د کورونا وبا دويمه څپه راغلې او د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د پاکستان د روغتيا څانګې وېبپاڼې تر مخه کورونا وايرس په ۲۴ ساعتونو کې تر دوو زرو زيات کسان وهلي چې دا ډول په دې هېواد کې د کورونا وړجنو ټول شمېر تر څلور څلور سوه دواتیا اوښتی دی.

د ډېسېمبر تر لومړۍ نېټې پورې له دې وايرسه په پاکستان کې ۸،۰۹۱ کسان مړه شوي خو تر درې لکه ۴۳ زره زيات کسان بیرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

په پاکستان کې چارواکي او ډاکټران وايي، د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

په دې دوران کې د پېښور او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر نورو ښارونو کې سلګونه ډاکټران او روغتياپالان هم پر کورونا وايرس اخته شوي دي.

حکومت د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر په ځېنو سيمو کې نرم ټولبند (سمارټ لاکډوان) هم لګولی دی.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم عمران د نومبر پر ۲۵مه په لاهور کې د يوې وينا پر مهال ويلي چې ولس دې له احتياطي تدابيرو کار واخلي خو د ده په وينا دا ځل به کاروبارونه، کارخانې او له روزګار سره تړلي شيان نه بندېږي.

هرات کې د ګبینو پیداوار سږنۍ کچه ۲۰۰ ټنو ته ورسېده

په هرات ولایت کې کال تر بلې د شاتو مچیو روزنې فارمونه زیاتېږي - ارشیف انځور

د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن د سې شنبې د لېندۍ ۱۱مه) په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د هرات ولایت په کچه د ګبینو یا شاتو مچیو ۵۹۳ فارمونه فعالیت لري چې له یادو فارمونو سږ کال ۲۰۰ مټریک ټنه ګبین تولید شوي دي.

هغه زیاته کړه چې دې ولایت کې کال تر بلې د شاتو مچیو روزنې فارمونه زیاتېږي.

د دې ولایت د ښار مرکز او د انجیل، ګذرې، کرخ، رباط سنګي، غوریان، ادرسکن، پښتون زرغون، اوبې، چشت شریف، شینډنډ او ګلران ولسوالیو کې تر نورو ډېر شات تولید شوي دي.

په هرات کې دوه ډوله ګبین یا شات شته چې یو غرني بولي او بل یې د فارمونو هغو دي.

غرني شات غوره کیفیت لري چې په کورنیو بازارونو کې د یوه کیلو بیه له ۷۰۰ تر زرو افغانیو پورې ده.

افغان ځواکونه په ځینو ولایتونو کې د ۲۰ وسله والو کسانو د وژلو ادعا کوي

افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ـ ارشیف انځور.

د افغانستان په شمال کې ملي اردو چارواکي وايي، په بلخ او فاریاب ولایتونو کې یې لږ تر لږه ۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي مشال راډيو ته وویل چې تير ماښام طالبانو د بلخ په شولګرې ولسوالۍ کې د ملي اردو پر یوه پوسته حمله وکړه او په جوابي بريد کې يې درې طالبان ووژل او ۷ نور يې ټپيان کړل.

هغه همدا راز وویل چې په دې حمله کې د ملي اردو یو سرتېری هم وژل شوی او درې ملګري یې ټپیان شوي.

د شاهین قول اردو ویاند وايي د فاریاب ولایت په ګرزېوان ولسوالۍ کې هم پر ملي اردو طالبانو یوه ډله ییزه حمله وکړه او په جوابي کاروايۍ کې يې د طالبانو یوه قوماندان په ګډون ۴ تنه ووژل او پنځه نور يې ټپیان کړل.

وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

له پاکستان سره مو ټرانزیټي ستونزې نه دي هوارې شوې: افغان چارواکي

آرشیف، تورخم

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت وایي، لاهم له پاکستان سره ټرانزیټي ستونزې نه دي هوارې شوي.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواد احمدي نن ازادي راډیو ته وویل، چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت هڅه کوي، چې له پاکستان سره په سوداګریزو چارو کې د خصوصي سکتور ټول خنډونه له مخې لرې کړي.

دغه وزارت وايي، لوړه تعارفه، په کرښه د سوداګریزونو مالونو درول او د لارو بندېدل د خصوصي سکټور پر وړاندې لویې ستونزې او ننګونې دي.

د سوداګرۍ وزارت چارواکو زیاته کړې، چې یو افغان پلاوی به په نږدې راتلونکي کې له پاکستانیو چارواکو سره د سوداګریزو اړیکو په اړه د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

افغانستان او پاکستان د یو میلیارد ډالرو پر ارزښت سوداګري لري، خو افغان چارواکي هیله من دي، چې راتلونکي کال به پاکستان ته د افغانستان صادرات ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شي.

له دې مخکې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري درې میلیارد ډالرو پر ارزښت وه.

پاکستان کې د ګاډو ټکرونو لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې

پولیس وايي په پاکستان کې په دوو جل جلا ټرافیکي پېښو کې لږ تر لږه ۲۴ کسان مړه شوي او په لسګونو ژوبل شوي دي.

یو پولیس چارواکي منظور حسین نن ( د نومبر ۳۰ مه) وویل چې سهار وختي د پنجاب په نارنګ منډي سیمه کې یو بس او فلاینګ کوچ جنګېدلي چې پکې لږ تر لږه ۱۳ کسان مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا په پېښه کې خوا اوشا ۲۰ تنه ژوبل شوي هم دي. په سمدستي ډول د پېښې علت نه دی معلوم شوی.

بلخوا بېګا شپه د سیند صوبې په سکر کې د خښتو ډک ټرک او سورلیو د یو ګاډی د ټکر په نتیجه کې ۱۱ کسان مړه شوي دي. یو پولیس چارواکي اکرم چانډیو ویلي داسې ښکاري چې پېښه د تیز رفتارۍ لوجې شوې ده.

د سرکاري شمېرو ترمخه په پاکستان کې زیاتره خراب سړکونه، د کاډیو سم مرمت او په حفاظتي قوانینو عمل نه کول د ټرافیکي پېښو سبب ګرځي چې پکې هر کال په زرګونو خلک مړه کېږي.

د ایران اټومي ساینسپوه محسن فخريزاده مړی خاورو ته وسپارل شو

د محسن فخري زاده جنازه

د ایران یو مشر اټومي ساینسپوه محسن فخري زاده جنازه نن په تهران کې خاورو ته وسپارل شوه.

د تهران دفاع وزرات کې نن تر سره شوي دغه اخري مراسم په سرکاري ټیلي ويژن وښوول شو چې پکې د فخریزاده تابوت له پوځي اعزاز سره راوړل شو، په میدان کې په یوه چوتره کېښودل شو او خلکو په دغه موقع د قران پاک تلاوت او نورې دعاګانې کولې.

د دفاع وزیر امیر حاتمي پشمول یو شمېر چارواکو په دې رسوماتو کې برخه واخیسته چې پکې خلکو د کورونا مخنیوي لپاره ماسکونه وهلي ول او له یوه بله لیرې ناست ول.

فخریزاده د نومبر په ۲۷ مه د تهران په مضافاتو کې یو پوځي ډول څو کې ووژل شو چې پکې د رپورټونو ترمخه اول د ټرک بم یوه چاودنه وشوه او بیا وسله والو پر نوموړي ډزې وکړې.

که څه هم ایران په دې برید اسرایل تورنوي خو اسرایلو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي چې هیواد به یې د فخري زاده غچ واخلي خو په خپل وخت او بیړه نه لري چې په کومه لومه کې ونښلي.

د کراچۍ فولادو کارخانې ګوښه شویو کارګرانو پرلت وهلی

د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د حکومت دا ګام غندلی او وايي، دا د مزدورانو معاشي وژنه ده. (انځورـ ۲۰۱۶ز کال)

د پاکستان د فولادو کارخانې - سټیل مېلز - ګوښه شوي کارکوونکي په کراچۍ کې په پرلت ناست دي.

احتجاج کوونکو د نومبر پر ۲۸مه یوه لویه لار نېشنل های وې تړلې وه. پرلتوال وايي، د نوکریو تر بحالۍ به احتجاج جاري ساتي.

د سټيل مېلې د ملازمينو اتحاديې مشر محمد عاصم احتجاج ته وویل چې د دې اقدام ضد عدالت ته ځي.

د پاکستان اپوزیشن ګوندونو د حکومت دا ګام غندلی او وايي، دا د مزدورانو معاشي وژنه ده.

خو وفاقي حکومت دريځ لري چې دا فېصله يې قامي ګټو ته په کتو کړې او ایستل شویو ۴،۵۰۰ ملازمینو ته به پیسې ورکوي.

حکومت وايي، دې کارخانې له کلونو راهیسې تاوان کاوه نو ځکه یې له شخصي کولو پرته بله چاره نه لري.

کورونا وایرس وبا په اروپا کې تر اوسه تر څلور لاکه زیات کسان وژلي

تر ټولو ډېر کسان په پنځو هېوادونو برتانیا، اټالیا، فرانس، هسپانیا او روس کې مړه شوي دي. (انځور: شمالي مکدونیا ، ۱۹ نومبر ۲۰۲۰م)

د اروپا د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مرکز د شمېرو پر اساس، په تېرو اتو میاشتو کې چې کورونا وبا خپره شوې ده، په اروپا کې ۴۰۰،۹۴۹ تنه مړه شوي دي.

تر ټولو ډېر کسان په پینځو هېوادونو برتانیا، اټالیا، فرانسه، هسپانیا او روسیه کې مړه شوي دي.

په امریکا کې بیا یوازې په نومبر میاشت کې څلور میلیونه مثبتې پېښې ثبت شوي چې د تېرې میاشتې دوه برابر دي.

په دې هېواد کې د ورځې په متوسط ډول نېږدې یو نیم زر تنه مري او د دې وايرس د خپرېدو له پیله تر اوسه څه باندې ۲ لکه ۶۶ زره تنه مړه شوي دي.

د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې ولسي ټاکنې

د هند تر واک لاندې کشمیر کې سرتېري پر سړکونو ولاړ دي ـ د ارشیف انځور.

د هند تر انتظام لاندې کشمیر کې د نومبر پر ۲۸مه د سختې امنیتې څارنې لاندې ولسي انتخابات کېږي.

دا د هند د وزیراعظم نریندرا مودي د هندو ملتپاله حکومت لخوا د سیمې د نیمه خود مختاره ځانګړي اییني حیثیت بدلولو وروسته هلته لومړي انتخابات دي.

د هند حکومت د دغه ګام په غبرګون کې د پیدا شوې ناکرارۍ خلاف سخت عملیات وکړل چې هلته یې ګرځبندیز و لګولو او رابطې یې پرې کړې.

د ووټونو پر مهال د امنیت لپاره په دغه سیمه کې په زرګونو اضافي سرتېري ګمارل شوي دي. هلته وار له مخه د امنیت د ساتلو په موخه په ګڼ شمېر کې پوځیان موجود دي.

بیلتون پالو په ورستیو کې له انتخاباتو نه د بایکاټ اعلان کړی و او دا یې غیرقانوني بللي وو.

دوی پر کشمیر د هند خودمختاري چیلنجوي. الیکشن کمېشنر کی کی شرما پر ځايي ولس د رایو اچولو غږ کړی او ویلي یې دي چې د جمهوریت په یوه لویه پروسه کې دې برخه واخلي.

د ضلعي ترقیاتي کونسلو د ۲۸۰ څوکیو لپاره په اتو پړاوونو مشتمل انتخابات به د ډېسېمبر پر ۱۹مه پای ته رسېږي.

پاکستان کې کورونا ۴۵ نور کسان وژلي

ډاکټران وايي، د کورونا وبا دويمه څپه راغلې او د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

د کورونا دوهمې څپې په پاکستان کې هم زیات شمېر ناروغه کړي او هره ورځ لسګونه کسان یې له وجې ژوند بایلي او زرګونه نور پر دې ناروغۍ اخته کېږي.

د پاکستان د روغتيا څانګې وېبپاڼې تر مخه کورونا وايرس د نومبر د ۲۶مې او ۲۷مې ترمنځ په ۲۴ ساعتونو کې تر درو زرو زيات کسان وهلي چې دا ډول په دې هېواد کې په کورونا وايرس د اخته کسانو ټول شمېر تر درې لکه ۹۲ زره اوښتی دی.

د نومبر تر ۲۸مې له دې وايرسه په پاکستان کې ۷،۹۴۲ کسان مړه شوي خو تر درې لکه ۵۵ زره زيات کسان بیرته ورڅخه رغېدلي هم دي.

په پاکستان کې چارواکي او ډاکټران وايي، د اکتوبر مياشتې له نيمايي راهیسې ورځ تر بله په دې وايرس د اخته کسانو شمېر مخ پر زیاتېدو دی.

په دې دوران کې د پېښور او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر نورو ښارونو کې سلګونه ډاکټران او روغتياپالان هم پر کورونا وايرس اخته شوي دي.

حکومت د کورونا وايرس د مخنيوي په خاطر په ځېنو سيمو کې سمارټ لاکډوان يا نرم ټولبند هم لګولی دی.

بلخوا د پاکستان وزيراعظم عمران د نومبر پر ۲۵مه په لاهور کې د يوې وينا پر مهال ويلي چې ولس دې له احتياطي تدابيرو کار واخلي خو د ده په وينا دا ځل به کاروبارونه، کارخانې او له روزګار سره تړلي شيان نه بندېږي.

عراق: د حکومت پر مخالفینو ډزې، درې وژل شوي، ګڼ ژوبل دي

عیني شاهدانو وايي،د الصدر پلویانو د احتجاج کوونکو پر خېمه ډزې کړي او له پېټرولو جوړ بمونه یې پر غورځولي دي. – د ارشیف انځور.

په عراق کې د شیعه عالم مقتدا الصدر پلویانو د حکومت د مخالفینو پر یوه کیمپ په برید کې لږ تر لږه درې تنه وژلي او په لسګونه نور یې ټپي کړي دي.

د صحت څانګې سرچینو ویلي چې دا پېښه د نومبر پر ۲۷مه د عراق په جنوبي ښار ناصریه کې رامنځ ته شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي چې د مقتدا الصدر پلویانو د احتجاج کوونکو پر خېمه ډزې کړي او له پېټرولو جوړ بمونه یې پر غورځولي دي او هغوی هم راپارېدلي او جګړه یې ورسره جګړه کړې ده.

د صحت څانګې سرچینو دا هم ویلي چې وژل شوي کسان په مرمیو ویشتل شوي وو.

ایران وايي د محسن فخريزاده په وژلو کې اسراییل لاس لري

د ایران اټومي ساینسپوه محسن فخريزاده

د ایران د تر ټولو مهم اټومي ساینسپوه محسن فخريزاده وژنې، له امریکا او د هغه له نېږدې اتحادي اسرایل سره، د ایران د اړیکو د خرابېدو خطر رامنځ ته کړی دی.

محسن فخريزاده د نومبر پر ۲۷مه د ایران پلازمېنې تهران ته نېږدې په یو غلچکي برید کې وژل شوی دی.

د ایران دفاع وزیر امیر حاتمي پر محسن فخري زاده د برید په تړاو دولتي ټلوېزیون ایریب ته د نومبر د ۲۷مې په ماښام وویل: "کوم راپورونه چې د پېښې له سیمې لرو دا ښکاروي چې لومړی د هغه په موټر ډزې شوي او لس پنځلس ثانیې وروسته یو نیسان موټر چې په کې چاودیدونکي مواد ځای پر ځای شوي وو چاودنه کوي. فخري زاده په دې پېښه کې ټپي کېږي چې د همدغو ټپونو په خاطر یي وروسته ساه ورکړه."

ایران د هغه تر وژل کېدو وروسته سمدستي تور پورې کړ چې دا د اسراییلو کار دی او د هغوی په وینا د پېښې تر شا امریکا هم نېغ په نېغه یا په غیر مستقیم ډول رول لرلو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف پر ټوېټر لیکلي چې د ده په خبرو "ترهګرو د ایران یو مخکښ ساینس پوه وواژه. اروپايي ټولنه دې د ترهګرۍ دا عمل وغندي."


اسرایل او امریکا دواړو په دې اړه له څه تبصرې ډډه کړې ده.

د ایران لوی روحاني مشر ایت الله علي خامنايي پوځي سلاکار هوډ ښودلی چې د محسن فخريزاده وژنونکو ته به د تندر په څېر ګزار ورکوي.

لویدیځو استخباراتي شبکو محسن فخري زاده د ایران د اټمي پروګرامونو متفکر مغز باله او دا باور لري چې هغه د اټمي پروګرام په نوم اټمي وسلې جوړولې.

سپینې ماڼۍ پرېښودو ته تیاریم که الیکټورل کالج د بایډن بریا تصدیق وکړي: ټرمپ

په امریکا کې الېکټورل کالج چې د انتخاباتو د ګټونکي اعلان کوي، د ډېسېمبر پر ۱۴مه، د جوبایډن د بریا اعلان لپاره غونډه لري.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ژمنه کړې چې د انتخاباتو د نتایجو په اړه به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي خو وايي، که د ملک الیکټورل کالج د منتخب ولسمشر جوبایډن د ګټلو تصدیق وکړي نو هغه تیار دی چې سپینه ماڼۍ پرېږدي.

تر دې وړاندې په کانګرس کې د رېپبلېکن ګوند لوړ رتبه غړو او د سپینې ماڼۍ مسوولینو ویلي وو، که الیکټورل کالج د نتایجو تصدیق وکړ نو ټرمپ به د جنورۍ پر ۲۰مه سپینه ماڼۍ پرېږدي، خو دا لومړی ځل دی چې ټرمپ پخپله دا خبره کوي.

په امریکا کې الېکټورل کالج چې د انتخاباتو د ګټونکي اعلان کوي، د ډېسېمبر پر ۱۴مه، د جوبایډن د بریا اعلان لپاره غونډه لري.

د امریکا په اوسنیو ولسمشریزو ټولټاکنو کې ډونالډ ټرمپ ۲۳۲ او جوبایډن ۳۰۶ انتخاباتې حلقې یا الیکټورل کالج ګټلې دي.

ټرمپ که څه هم تر اوسه په انتخاباتو کې خپله ماتې نه ده منلې خو د هغه انتظامیې د نومبر پر ۲۳مه، په رسمي ډول د واک لېږدولو منظوري ورکړه چې تر مخې به یې بایډن ته لاره هواره شي چې استخباراتي اورېدنې وکړي، فنډونو او دفترونو او فیدرالي چارواکو سره لیدوته لاس رسی پیدا کړي.

پېښور کې د انټرنېټ بحالۍ لپاره د قبایلي زده کوونکي مظاهرې

د سږني کال (۲۰۲۰) په اپرېل میاشت کې هم د جاني خېل قبایلي سیمې زده کوونکو د انټرنیټ لپاره په اسلام اباد کې لاریون کړی وو

د قبایلي سیمو زده کوونکیو د نومبر پر۲۷مه په پېښور کې د انټرنېټ د بحالۍ لپاره مظاهره وکړه.

د ځوانانو ټولنې یوه مشر مصباح الدین مشال راډیو ته وویل، حکومت د کورونا وایرس د ټولبند له وجې په پوهنتونونو کې پرلیکه/ انلاین زده کړې پیل کړي خو دا چې په قبایلي ضلعو کې د تري جي او څلور جي ( چټک انټرنیټ) سهولت نه شته نو څه نا څه ۳۰ زره قبایلي زده کوونکي ترې بې برخې پاتې کېږي.

د خیبر پښتونخوا د تعلیم وزیر شهرام خان ترکي د نومبر پر ۲۶مه په یو بیان کې ویلي، د قبایلي سیمو زده کوونکو ته به ډېر ژر د انټرنیټ سهولت ورکړل شي.

د پاکستان تعليم وزير شفقت محمود د نومبر پر ۲۳مه اعلان وکړ چې د نومبر له ۲۶مې د ډېسېمبر تر ۲۴مې به ټولې تعليمي ادارې تړل کېږي او د انټرنېټ له لارې به د زدکړو پروسه پرمخ وړل کېږي.

حکومت تر دې وړاندې په مارچ میاشت کې هم په هم دې موخه تعلیمي ادارې تړلې وې چې د څو میاشتو له ځنډ وروسته په سېپټمبر کې بیا پرانېستل شوې.

نور پورته کړئ

ځانګړې پاڼې

له موږ سره اړیکي

XS
SM
MD
LG