د لاسرسي ځای

تازه خبر

تایکوانډو سیالۍکې د ډېره اسماعیل خان دوو نجونو د زرو او زېړو مېډالونه وړي


په جنوبي وزیرستان کې د تایکوانډو سیالۍ

سږ کال د اکتوبر له ۲۷مې تر ۳۱مې په لاهور کې د تیکواندو لوبې منعقد شوی وی. په دغو لوبو کې د ملک له بېلا بیلو برخو نه لوبغاړو برخه اخیستې وه چې لومړې او دریم پوزیشن د ډېره اسماعیل خان دوه نجونو وګټلو.

د سرو زرو میډل اخیستونکې رحما صاحبزادي د نومبر پر ۱۸مه مشال ریډيو ته وویل چې له ډېرو تکړو لوبغاړیو سره یې مقابله وکړه او د خپل محنت له وجې یې ټولې لوبې د ګټلو پس اخیري لوبه کې د سرو زرو تمغه واخیسته.

(زه په سر کې ډېره وېرېدلې وم ځکه چې دا د سینیېر لوبغاړو قامي میچونه وو. لومړۍ سیالي ډېره سخته وه. دویمې هغې کې راته ډېر سینیېر لوبغاړې مخامخ و. زما یواځې ۱۵ میاشتې شوي دي چې زه د تایکوانډو لوبه کوم. دویمې سیالۍ ته که زه وګورم نو ډېره ښه لوبغاړې راته مخامخ وه خو بیا د انسان قسمت هم وي او محنت هم. درېمه مقابله هم سخته وه. اخیري سیالي د سرو زرو تمغې لپاره وه او چې و مې ګټله نو احساسات مې بېخي جدا وو. په یو وړوکي تحصیل کې د اوسېدو باوجود د سرو زرو تمغه راوړل ډېره غټه خبره ده. څو ځله مو ځان له لاسونه او پښې ماتې کړي دي. د سرو زرو د یو میډل لپاره ډېر محنت پکار وي.)

د تایکوانډو لوبغاړي وايي چې دوی سخت محنت کوي نو ځکه د زیاتې انرجۍ لپاره ښه خوراک ته هم ضرورت لري.

د سوات عایشه ایاز وستایل شوه
د سوات عایشه ایاز وستایل شوه

د رحما مور اسما مجید وویل درې لوڼه یې په دې لوبه کې دي او خوشحالیږي چې په دې مقام یې ګوري. د هغې په خبره په سر کې یې لوڼه د دې لپاره راوستې وې چې په دې لوبې سره د ځان ښه دفاع زده کړي.

(موږ خپلې لوڼه دې لپاره تایکواندو ته نه وې ور وستې چې لوبه زده کړي بلکه په سر کې مو مقصد دوی ته د ځان دفاع ور زده کول وو. زما درې لوڼه په دې لوبه کې دي. خو پنځلس میاشتې پس چې زه خپلو بچیانو ته ګورم چې کوم مقام ته یې ځان رسولی دی، په پنځلسو میاشتو کې دا د هغې د سرو زرو درېم میډل دی. د یوې مور په حیثیت چې زه ورته ګورم چې هلکان یې هم شاته پریښودل نو ظاهره خبره ده هغه احساسات زه نه شم بیانولی.)

په ډي ای خان کې د نجونو لپاره د تایکوانډو یو شخصي کلب دی چېرته چې دوی دغه لوبه زده کوي.

په سیالیو کې د زېړو میډل اخیستونکې اقرا جاوید هم هلته روزنه اخلي او وايي د دوی په کلب کې د نجونو شمېر کم دې ځکه چې د دوی په سیمه کې خلک ډېر په دغه لوبه نه پوهېږي خو د مور پلار د ملاتړ له وجې دغه لوبې ته ټینګې ولاړې دي.

(دا قامي لوبې وې چې ایس اې( S A Garden ) ګارډن په لاهور کې ترتیب کړې وې. دا د سینیېر لوبغاړو سیالۍ وې. ما پکې د خیبر پښتونخوا نمایندګي وکړه چې درېم پوزیشن مې واخیستو او د زېړو تمغه مې واخیسته. څوارلس ټیمونه وو چې هلکان او جینکۍ دواړه پکې شامل وو. درې لوبې وې چې ما وګټلې او تر سیمي فاینله ولاړم. د ډي ای خان ښار سټیشن کمانډر موږ ور وغوښتلو، حوصله افزايي یې راله وکړه او ډالۍ یې راته راکړې. خبرې خو راپسې ډېرې کیږي چې جینکۍ دي او د هلکانو لوبه کوي خو مور پلار مو حوصله افزايي کوي نو ځکه موږ مخې ته تللې شو.''

د اقرا جاوید خور اریبه جاوید چې خپله یې په لوبه کې په قامي سطح میډل اخیستې او په نړیواله کچه هم لوبې کوي وايي چې دا د دوی د کورنۍ لپاره د فخر خبره ده چې خور یې دغه تمغه راوړه.

'زه ډېره خوشحاله یم چې زما خور دا هدف تر لاسه کړې دې. زموږ د کورنۍ لپاره خو دا ډېره د خوشحالۍ او فخر خبره ده چې یوه جینۍ دومره مخکې روانه ده. موږ په یو وړوکي ښار کې ژوند کوو نو ظاهره ده چې له داسې سیمې که یوه جینکۍ تمغه اخلي نو دا ډېره د ستاینې وړ خبره ده.'

دغه لوبغاړې وايي چې نجونو ته د حکومت لخوا ډېرې حوصله افزايي ته ضرورت دې. دوی وايي که دوی ته موقعې ورکړل شي نو د هیواد نوم په دغه لوبه کې نور هم روښانه کولای شي. دوی په نجونو هم غږ وکړ چې که هنر لري نو ضایع کوي دې نه او مخې ته دې راشي.

XS
SM
MD
LG