د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتنه ټولنه کې د زغم کمي وجوهات څه دي؟


د ټولنیزو رسنیو له راتګ سره په دې وروستیو کلونو کې د جعلي وسلو پرضد په بېلا بېلو سیمو کې کمپاینونه شوي او بندیز هم پرې لګول شوی دی. 
د ټولنیزو رسنیو له راتګ سره په دې وروستیو کلونو کې د جعلي وسلو پرضد په بېلا بېلو سیمو کې کمپاینونه شوي او بندیز هم پرې لګول شوی دی. 

په خیبر پښتونخوا کې هرکال ګڼ شمېر خلک په دښمنیو ، د مځکو او د ښځو پر مسلو، د ماشومانو پر جنګونو او پر نورو ګڼو خبرو وژل کیږي.

د خیبر پښتونخوا په نوښار ضلعه کې د اکتوبر پر نهمه په یو عدالت کې دننه یوې ښځې د خپل ورور قاتل په ډزو وواژه او پولیسو دغه ښځه هم وروسته پولیسو ونیوله.

تر دې وړاندې د اکتوبر پر اتمه په چارسده ضلعه کې د پېسو په لانجه درې سکه وروڼه ووژل شول او د اکتوبر پر شپږمه په مردان کې د ښځو پر یوې مسله د دوو فریقو ترمنځ په ډزو کې دوه تنه ووژل شول او پنځه نور ژوبل شول.

په پاکستان کې د جرمونو د وجوهاتو د څېړنو په اړه د یوې ادارې - پاکستان سوساییټي اف کرېمېنالوجي - مشر ډاکټر فصیح الدین د اکتوبر پر ۱۰ مه مشال راډیو ته وویل چې په پښتنه ټولنه کې په بدو کې د یو بل د وژلو تر شا د عدم برداشت سره سره نور هم ګڼ وجوهات دي.

ډاکټر فصیح الدین وایي چې زیاتره خلکو یو بل ته په زړونو کې خبره ساتلې وي او چې کله یې د بدو وس بر شو، نو خپل بدل اخلي.

نوموړی وایي د جرم شاوخوا هم داسې عناصر وي چې د یو جرم کولو سبب ګرځیږي او ځینې وخت که یو تن یوه خبره هېرول هم غواړي نو خلک ورته پېغور ورکوي.

د ده په وینا، ځینې وخت داسې سهولت کاره هم وي چې یو تن جرم کولو ته یا د چا نه بدل اخېستلو ته وهڅوي.

د یو جرم تر شا ټولنیز لاملونه او نفسیات

د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د ساییکالوجي د څانګې یو استاد ډاکټر نوید عالم د اکتوبر پر ۱۰ مه مشال راډیو ته وویل چې له سکوله تر کوره او له کوره بیا تر سکوله یو ماشوم ته هیڅوک د ښېګړې، د نیکۍ،زغم او برداشت په اړه خبره نه کوي.

ډاکټر نوید عالم وویل چې د ماشومانو پر سره هم یو بل وژلو ته ځینې خلک تیار ناست وي.

نوموړی وایي چې دا مسله داسې نه هواریږي چې یوه اداره یا حکومت یو سیمینار یا پروګرام وکړي، او داسې فکر کوي چې ګنې له دې سره به په ټولنه کې پوهه پېدا شي.

د ده په وینا، "بیا د خواندګۍ شرح ډېره کمه ده، د ښځو په تعلیم کې هم موږ یو وروسته پاتې قام یو، غربت هم ډېر دې، ورځې تربلې بې روزګاري زیاتیږي."

ډاکټر نوید عالم وايي دا چې خلک پخوانۍ دښمنۍ ختمې کړي او نوې جوړې نکړي،د دې لپاره به لومړی بنیاد سمول وي او هغه زموږ تعلیمي نظام دی، چې تر څو هلته مسله نه وي هواره شوې تر هغې په ټولنه کې زغم، برداشت او ښېګړه نشي خورېدای.

د پښتنې ټولنې جوړښت

د پېښور پوهنتون د سوشیالوجي څانګې یو استاد ډاکټر نور ثناالدین د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل پښتانه اوس هم د نړۍ یو په هغو قامونو کې راځي چې لویه قبایلي ټولنه او قبایلي روایات او دستورونه لري.

نوموړی وايي پر دې خبره څېړنې شوي دي چې یوه قبایلي ټولنه ادارې او قانون هغسې نشي خپلولای څنګه چې نورو قامونو خپلې کړي دي او پر مخ تللي دي.

ډاکټر نور ثناالدین وایي په لرو پرتو سیمو کې هغه روایات ژوندي دي چې پکې د پلار نیکه د وختونو دښمنیو پاللو، د بدل اخېستو او دغه شان نورې خبرې شاملې دي.

نوموړی وایي لکه قبایلي ضلعې یا له دغو سره نږدې پرتې سیمې چې عدالتونه او قانون عملي کونکې ادارې پکې یا خو له سره شته نه او یا په پوره ډول فعاله نه دي، نو ځکه دا مسله هم په دغو سیمو کې زیاته ده.

نوموړی وایي، "قبایلي ټولنه او ریاستي ادارې د یو بل ضد څیزونه دي،چېرته چې ادارې فعاله وي هلته قبالیت کم وي،او کومو سیمو کې چې قبایلي روایات زورور وي هلته د ادارو کردار کمزوری وي، چې له وجې یې په ټولنه کې دښمنۍ او مرګ ژوبلې زیاتیږي."

ډاکټر نور ثناالدین وایي له بده مرغه د پاکستان ریاستي ادارو هم ځینې سیمې داسې پرېښودلې دي چې له کبله یې هلته خلک په وړو وړو خبرو په یو بل پسې وسله پورته کوي چې ورسره په ټولنه کې زغم کمیږي.

د عدالتي نظام رول

په پاکستان کې داسې پېښې هم وخت په وخت کیږي چې په عدالتونو کې د یوې مقدمې د اورېدنې پر وخت مخالفې ډلې په نیول شوي تن ډزې کړي وي .

قانون پوهان وایي په نوښار کې د یوې ښځې لخوا د خپل ورور پر مبینه قاتل ډزې دا هم څرګندوي چې د خلکو د هېواد پر عدالتي نظام باور نشته.

د پاکستان سپریم کورټ یو وکیل فهیم ولي خان د اکتوبر پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې ځینې خلک داسې فکر هم کوي چې ګنې د پولیسو او عدالتونو له لارې ورته انصاف نشي ترلاسه کیدای، او یا دا ممکنه ده چې مقدمه به یې تر کالونو ځنډيږي.

نوموړی وایي دلته د بدل کلتور ډېر زیات دی، بله د پېغور خبره هم ده.

فهیم ولي وایي، " لکه دا مسلې په نورو ټولنو کې نشته، ډېرو هېوادونو په وسلې بندیز لګولی، ډېرو خپل قانون سخت کړی، خو دلته چې تر څو د خلکو فکر نه وي بدل شوی، په عدالتونو او د انصاف په عمل یې پوره باور نه وي پرځای شوی نو دا مسلې به وي."

نوموړی دا هم وایي چې پخوا د جرګو مرکو نظام ډېر موثره وو خو اوس د جرګو مثبت رول هم په ورو ورو ختمیږي.

د پاکستان سوساییټي آف کرېمېنالوجي مشر ډاکټر فصیح الدین وایي د پولیسو په نظام کې هم پراخو اصلاحاتو ته ضرورت دی.

نوموړی وایي، "باید پولیس د یوې زمه وارې ادارې په توګه کار وکړي، پولیس دې خلک له وړاندې نه پابند ضمانت کړي،د روغې جوړې لپاره دې کار وکړي او د یوې موثره ادارې په توګه دې رامخکې شي."

ډا کټر فصیح الدین دا هم وایي چې ټولنه او ریاست باید یو ماشوم د مور غوندې وپالي او د هر ضرورت خیال یې وساتي.

نوموړی وایي چې د یو تورن تن تر نیولو وروسته باید د هغو خبرو حل ولټول شي چې د دې جرم ترشا څه وجوهات دي؟

دا راپور دلته اورېدلای شۍ

په پښتنه ټولنه کې د عدم برداشت شتون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:06:33 0:00

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG