د لاسرسي ځای

تازه خبر

له کورونا وایرس لګېدو پس د سیند اعلا وزیر قرنطین


د سیند صوبايي اسمبلۍ غونډه - د ارشیف انځور.
د سیند صوبايي اسمبلۍ غونډه - د ارشیف انځور.

د سيند وزيراعلا په کورونا وايرس تر اخته کېدو وروسته ځان قرنطين کړی دی.

د وزيراعلا له دفتره د نومبر پر ۱۶مه په خپور بيان کې ويل شوي چې د دوشنبې پر ورځ د مراد علي شاه د کورونا ټېست مثبت راغلی.

نوموړي په بيان کې ويلی، هغه نرمه تبه درلودله او د جمعې تر لمانځه وروسته يې ځان ټېسټ کړ او د ډاکټرانو په مشوره يې ځان قرنطين کړ.

هغه ويلي چې نرمه تبه لري او نور يې صحت ښه دی.

تر دې وړاندې يوشمېر نور سياستوالان هم په کورونا وايرس اخته شوي دي.

په تېرو څو ورځو کې د پېښور های کورټ مشر وقار علي سېټ، د سيند صوبايي اسمبلۍ غړی مدد علي شاه او خبريال ارشد وحيد چودري له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د کووډ-۱۹م په نوم ناروغي بيا مخ په زياتېدو ده.

د صحت څانګې ووبپاڼي د نومبر پر ۱۶مه ليکلي چې په تېر شواروز کې ۲،۱۲۸ نور کسان وايرس ځپلي او ۱۹ ورڅخه مړه شوي دي خو په دې موده کې ۵۹۹ کسان ورڅخه رغېدلي هم دي.

د کورونا پېښو زياتېدو ته په پام، د نومبر پر ۱۶مه (نن) به د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د نېشل کواورډينېشن کمېټۍ غونډه کېږي چې پکې به د وايرس د مخنيوي لپاره تګلاره جوړېږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG