ټاکل شوې چې ارمنیا به د نومبر پر ۱۵مه د لانجمنې سیمې ناګورنو قره باغ ځینې برخې اذربایجان ته ورسپاري.
دا د سولې د هغه لوظنامې برخه ده چې ترمخه یې د دواړو هېوادو ترمنځ د شپږو اونیو جګړه ختمه شوه.
د ازادې اروپا راډیو ارمنۍ څانګه وايي چې په اذربایجان کې د کلبجار ضلعې اوسېدونکیو خپل کورونه پرېښودل او ځینو یې خپلو کورونو ته اورونه هم واچول. تر څو لسیزو دا سیمه د ارمنیايي خلکو په کنټرول کې وه.
د ۱۹۹۰ د جګړو نه مخکې په دې سیمه کې اذريان اوسېدل.
خو د شوروي اتحاد له ماتېدلو وروسته ارمنیايانو اذري خلک له دې سیمې و ایستل. په پرېښودل شویو کورونو کې زیاتره یې مخکې د اذري خلکو وو.
دا سیمه اذربایجان ته له پرېښودلو وړاندې ګڼ شمېر ارمنیان د اخري زیارت لپاره د دادیوانک خانقا ته ورغلل.
د روسیې سوله ساتي ځواکونه د نومبر په ۱۴ مه له دې خانقا سره نزدې ځای په ځای کړل شوي.
د روس د ولسمشر دفتر کرېملېن وايي، ولسمشر ولادیمیر پوتین د نومبر په ۱۴ مه د اذربایجان ولسمشر الهام علییېف ته وویل چې د ناګورنو قره باغ کومې سیمې د اذري حکومت په واک کې ورغلې دي هلته دې د عیسویانو د زیارتونو تحفظ وکړي. په اذربایجان کې د مسلمانانو اکثریت دی.
د ولسمشر عليیېف د رسنیو دفتر ویلي چې نوموړي د دغو زیارتونو د خوندیتوب ژمنه کړې ده.