د ګلګت بلتستان د قانون ساز اسمبلۍ لپاره د نومبر پر ۱۵مه عام انتخابات کېږي.
انتخاباتي کمیشن پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې په دې انتخاباتو کې له ۲۴ انتخابي حلقو د څلور ښځو په ګډون ۳۳۰ کاندیدان ولاړ دي.
د کمیشن په خبره، په سیمه کې د رایې اچونکو شمیره تر اووه لاکه او ۴۵ زره زیاته ده .