د لاسرسي ځای

تازه خبر

تصدیق شوي شواهد لرو چې هند په پاکستان کې ترهګرۍ ته لمن وهي: قرېشي


شاه محمود قریشي وویل چې هند د نومبر او دسمبر په میاشتو کې د پاکستان په ځینو لویو ښارونو کې د وسله والو د بریدونو له لارې د ترهګرۍ منصوبې جوړې کړې دي. (انځور: ۲۵م جون ۲۰۲۰م کال)
شاه محمود قریشي وویل چې هند د نومبر او دسمبر په میاشتو کې د پاکستان په ځینو لویو ښارونو کې د وسله والو د بریدونو له لارې د ترهګرۍ منصوبې جوړې کړې دي. (انځور: ۲۵م جون ۲۰۲۰م کال)

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وايي‌، له دوي سره داسې تصدیق شوي شواهد دي چې هند په پاکستان کې ترهګرۍ ته لمن وهي.

دا خبره شاه محمود قریشي د نومبر پر ۱۴مه د پوځ د عامه اړیکو څانګې – ای ایس پي ار – له مشر مېجر جنرل بابر افتخار سره په اسلام اباد کې خبري غونډې ته کړېده.

دوی وویل چې داسي شواهد یې په یو دستاویزي شکل کې راټول کړي دي چې ګوا کې هند په پاکستان کي د ترهګرۍ ،بې یقینۍ او بې ثباتۍ خورولو هڅه کوي.

د دوی په وینا، د دې اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د هند استخباراتي ادارې په پاکستان کي د وسله والو ډلو د اتحادونو د جوړولو هڅه کوي.

شاه محمود قریشي وویل چې هند د نومبر او دسمبر په میاشتو کې د پاکستان په ځینو لویو ښارونو کې د وسله والو د بریدونو له لارې د ترهګرۍ منصوبې جوړې کړې دي.

ده زیاته کړه، "زموږ سره داسې تصدیق شوي اطلاعات او شواهد دي چې پر اساس یې زه ویلای شم چې ریاستي ترهګرۍ ته هوا ورکوي، په دسمبر او روانه نومبر میاشت کې دوی په پاکستان کې د ترهګرۍ د زیاتولو هڅه کوي، یو اطلاع دا هم ده چې د دوی د اسخباراتي ادارو او د سهولت کارو ترمنځ لږ تر لږه څلور غونډې شوې دي او دوی د ترهګرۍ په لړ کې د پاکستان په لویو ښارونو لکه پېښور، کراچۍ او لاهور باندې توجه ساتلې ده."

شاه محمود قریشي زیاته کړه چې هند په پاکستان کې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ په پروژه هم د بریدونو منصوبې جوړې کړې دي.

د ده په وینا، په بلوچستان ، پخوانیو قبايلي سیمو او ګلګت بلتستان کې د امنیتي صورتحال خرابولو هڅه کوي.

خو شاه محمود قرېشي وويل چې د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ د پروژې د امنیت لپاره د پوځ سرتېري چمتو دي او دوه ډویژنه پوځ د دې پروژې د انجینېرانو پر امنیت ولاړ دی.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې مشر مېجر جنرل بابر افتخار خبري غونډې ته وویل چې هند په پاکستان کې د وسله والو ډلو د را یو ځای کولو هڅه کوي.

ده وویل، "د تحریک طالبان پاکستان د خپل ځان نه د بېل شوي جماعت الحرار او حزب الاحرار سره د بیا یو ځای کولو وروسته هند د تحریک طالبان او د بلوچستان د وسله والو ډولو بي ایل اې ، بي اېل ایف او بي ار اې د اتحاد د جوړولو هڅه کوي او دا د بلوچستان وسله والې ډلې د وړاندي نه د بړاس تر نامه لاندې را یو ځای شوي دي."

د مېجر جنرل بابر افتخار په وینا، دا هم معلومه شوې ده چې د هند استخباراتي ادارې په پاکستان کي د داعش پاکستان په نوم د دولت اسلامي د جوړولو هڅه هم کوي.

مېجر جنرل بابر افتخار د افغانستان پر حکومت څه تور پورې نکړ خو هغه وویل چې د پاکستان پرضد د جنګېدونکو وسله والو ډلو د کومک لپاره هند په افغانستان کې خپلې کونسلګرۍ او خپله سفارتخانه کاروي.

پاکستان تر دې وړاندې هم پر هند او افغانستان داسې تورونه لګول شوي او داځل پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې له دوي سره د دې ثبوتونه او تصدیق شوي معلومات دي.

د افغانستان لوړپوړو چارواکو په بیا بیا ویلي دي چې د افغانستان خاوره به د کوم بل هېواد پرضد کارول کېدولو ته نه پرېږدي.

د افغانستان حکومت د پاکستان دا تور رد کړی دی چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر ۱۵مه په یو خبرپاڼه کې وویل چې د ترهګرۍ ځپلي هېواد په توګه په نړۍ کې د هر ډول ترهګرۍ خلاف بې له توپیره مبارزې ته ژمن دي.

خبرپاڼه زیاتوي‌ چې افغانستان هیڅکله اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې د نورو هېوادونو پر وړاندې د ورانونکو فعالیتونو لپاره کار واخیستل شي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا ټینګار کړی دی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی وګمارل شي چې د افغانستان په خاوره کې د بریدونو او د ترهګرۍ د عاملانو او د پاکستان د ادعاوو په اړه جدي څېړنې وکړې او حقایق روښانه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا دا څرګندونې له هغه وروسته مخې ته راغلې دي چې د پاکستاني پوځ عامه اړیکو څانګې - ای اېس پي ار - مشر میجر جنرال بابر افتخار د نومبر پر ۱۴مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې هند د پاکستان پر ضد د وسله والو ډلو د مرستو لپاره په افغانستان کې خپلې کونسلګرۍ او سفارتکار کاروي.

د هند چارواکو هم تر دې وړاندې نه یوازې داسې تورونه رد کړي بلکې تور یې پورې کړی چې پاکستان په هند او افغانستان دواړو کې د وسله والو په وسیله مداخلت کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG