د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان د پاکستان دا تور رد کړ چې هند یې خاوره پر ضد کاروي


د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د هېچا پر وړاندې د خپلې خاورې استعمال اجازه نه ورکوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي د هېچا پر وړاندې د خپلې خاورې استعمال اجازه نه ورکوي.

د افغانستان حکومت د پاکستان دا تور رد کړی دی چې ګواکې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر ۱۵مه په یو خبرپاڼه کې وویل چې د ترهګرۍ ځپلي هېواد په توګه په نړۍ کې د هر ډول ترهګرۍ خلاف بې له توپیره مبارزې ته ژمن دي.

خبرپاڼه زیاتوي‌ چې افغانستان هېڅکله اجازه نه ورکوي چې له خاورې یې د نورو هېوادونو پر وړاندې د ورانونکو فعالیتونو لپاره کار واخیستل شي.

افغان حکومت دا بیان تر هغې ساعتونه وروسته خپور کړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار د نومبر ۱۴مې شپې مهال په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل چې هند د پاکستان هند د پاکستان پر ضد د وسله والو ډلو د مرستو لپاره په افغانستان کې خپلې کونسلګرۍ او سفارتکار کاروي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو وار بیا ټینګار کړی دی چې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یو پلاوی وګمارل شي چې د افغانستان په خاوره کې د بریدونو او د ترهګرۍ د عاملانو او د پاکستان د ادعاوو په اړه جدي څېړنې وکړې او حقایق روښانه کړي.

هند په تیرو وختونو کې د پاکستان دا ډول تورونه رد کړي دي او ویلي یې دي‌ چې پاکستان د وسله والو ډلو ملاتړ کوي.

د پاکستان له خوا پر افغانستان دا تور په داسې وخت کې یو ځل بیا لګول شوی دی چې د وزیراعظم عمران خان د نومبر پر ۱۹مه کابل ته په سفر ورځي.

د پاکستان حکومتي سرچینو د نومبر پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې عمران خان به په دې یو ورځني سفر کې د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان پر کردار او مهمو دوه اړخیزو اړیکو باندې له افغان ولسمشر اشرف غني سره خبرې اترې وکړي.

دا به وزیراعظمۍ ته تر رسېدو وروسته افغانستان ته د عمران خان لومړی سفر وي.

افغان ولسمشر اشرف غني د سېپټمبر پر ۲۵مه د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره په افغانستان کې د اوربند د ټینګښت په اهمیت غږیدلی و او هغه ته یې د کابل د سفر بلنه ورکړې وه.

د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي هم د افغان سولې په تړاو په یوه ويډیو کنفرانس کې د عمران خان د سفر یادونه کړې ده.

هغه د پاکستان او افغانستان په اړیکو کې د ډېر بدلون یادونه وکړه او ویې ویل چې له پاکستانه په تېرو ۱۹ کلونو کې دا تمه کارنده نه وه چې طالبان دې په زور خبرو اترو ته کښېنوي.

پاکستان ادعا لري چې د افغانستان د سولې په پروسه کې یې اغېزمنه همکاري کړې ده.

عمران خان په وار وار د طالبانو او امریکا تر منځ د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ پر ۲۹مه په دوحه کې شوی تړون د پاکستان د اسانچارۍ نتیجه بللې ده.

د افغانستان حکومت او امریکا هم په دې باور دي چې پاکستان پر طالبانو اغېز لري او په کار ده چې له دې اغېزې په کار اخېستلو د افغانستان د سولې او ثبات لپاره رښتینی هڅې وکړي.

دا په داسې حال کې ده په افغانستان کې د وسله والو او افغان ځواکونو ترمنځ د مخامخ جګړو پر زیاتېدو سربېره په ښارونو کې هم هدفي وژنې او بمي چاودنې ډېرې شوې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG