د رومانیا د بیړنیو چارو وزارت وايي، د نومبر پر ۱۴مه په یو روغتون کې د اور لګیدو له وجې لس تنه وژل شوي دي.
د رومانیا په شمال ختیځ کې د پیاترا نمڅ سیمې په دې روغتون کې د کورونا وایرس د ناروغانو درملنه کېده او د روغتون د انتهايي نګهداشت په څانګه کې اور ولګیده.
د ازادې اروپا راډیو د رومانیا څانګه وايي، په اور کې مړو کسانو ته وینټلېټرې لګیدلې وې.
یو ډاکټر چې ۴۰ فيصده سوځیدلی وو ، د ناروغانو د ژغورنې هڅه یې کوله.
د روغتیا وزیر نیلو تاتارو خبریالانو ته ویلي چې شپږ ژغورل شوي کسان به په لاسي ښار کې د کورونا ناروغۍ لپاره بېل روغتون ته انتقال کړي.
نوموړي زیاته کړې، داسې څرګندیږي چې اوور د بجلۍ خرابۍ له کبله لګېدلی وي.
په رومانیا کې د اوور دا پیښه د ۲۰۱۵م کال د بخاریسټ ښار د نایټ کلب تر هغې پېښې وروسته تر ټولو بده ده چې پکې ۶۵ کسان مړه شوي وو.