د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیویارک ټایمز: د القاعدې یو مهم مشر په ایران کې وژل شوی


Hong Kong New York Times
Hong Kong New York Times

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور ترمخه، د القاعده وسله والې ډلې دویم لوړ پوړی مشر عبدالله احمد عبدالله په اګست کې د اسراییلو ایجنټانو په ایران کې وژلی دی.

پر عبدالله په ۱۹۹۸م کال کې په افریقا کې د امریکا پر دوو سفارتخانو د خونړیو بریدونو پلانولو تور وو.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د نومبر پر ۱۳مه ولیکلي چې عبدالله ته د خپلو فعالیتونو له وجې محمد ال مصري نوم ورکړل شوی و او هغه د اګست پر اوومه په تهران کې په موټر سایکل ناست دوو تنو وژلی دی.

مصری د القاعده اوسني مشر ایمن الظواهري ځای ناستې هم ګڼل کېده. نیویارک ټایمز ورځپاڼې د استخباراتي چارواکو په حواله ویلي چې مصري د اسراییل جاسوسانو د امریکا په امر وژلی دی. د ورځپاڼې په خبره، امریکا د تیرو څو کلونو راهیسي په ایران کې د مصري او د القاعده د نورو غړو فعالیتونه څارل خو دا معلومه نه ده چې ایا د مصري د وژني په عملیاتو کې د واشنګټن رول وو او کنه؟

ایران په سختۍ سره دا راپور رد کړی او ویلي یې دي چې په خاوره کې یې د القاعده ترهګر نیشته. تراوسه القاعدې، امریکا او اسراییل د محمد ال مصري د وژنې په اړه څه نه دې ویلي.

نیویارک ټایمز دا هم لیکلي چې له مصري سره د هغه لور چې د اسامه بن لادن د زوی حمزه بن لادن کونډه وه، هم وژل شوې ده.

د امریکا استخباراتي چارواکي وايي، مصري د ۲۰۰۳م کال راهیسي د ایران په بند کې وو خو د ۲۰۱۵م کال راهیسي یې ازاده ژوند کاوو.

مصري چې په مصر کې زېږېدلی و، د القاعده له بنسټګرو څخه وو او د امریکا استخباراتي ادارې اېف بي ايي ته په مطلوبو کسانو کې شامل وو. په ۱۹۹۸م کال کې په کینیا او تنزانیا کې د امریکا پر سفارتخانو په بریدونو کې ۲۲۴ کسان وژل شوي او له ۵۰۰۰ زیات زخمیان شوي وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG